د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا او امریکا پوهنتونونو به ګډې څېړنې کوي




غلام غوث مشال ريډيو

پيښور:د خيبر پښتونخوا د پوهنتونونو او د امریکايي پوهنتونونو تر مينځ د زدکړي او تحقيق د شريکولو دوه نوي تړنونه لاس ليک شول چې ترمخه به يې امریکايي حکومت د ذده کړي او تحقيق د شريکولو په برخه کې اته اعشاریه شپږ میليون امریکايي ډالر په راروانو درې کلونو کې د خيبر پښتونخوا د پوهنتونو په استاذانو او زدکونکو مصرفوي-

د نهې په ورځ د وزير اعلا کور پيښور کې په يوه دستوره کې دا نوې لوظنامي په ډاګه کړل شې، چې په کې د پښتونخوا وزير اعلا امير حيدر خان هوتي ، په پيښور کې د امريکا کونسل جنرل رابرټ ريډ، او د پوهنتونونو وائس چانسلرانو ګډون وکړ-

د پيښور پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر قبله اياز چې په دغه دستوره کې موجود وو مشال ريډيو ته وويل:((دې کې خو زموږ د خيبر پښتونخوا يو کنسورشيم يا اتحاديه جوړه شويده ، چې پیل د امريکا کېنېکټ پوهنتون سره وشول، او کېنېکټ پوهنتون به زموږ زدکونکو او استاذانو ته د بزنس ايډمنسټريشن او د سائيکالوجي په ميدان کې تربيه ورکوي او د وخت سره سره به دا مخکې هم ځي، او دا د پنځه کلونو يوه معاهده ده،نو موږ خوش بينه يو چې زموږ چې کوم نوي پوهنتونونه دي او دي کې چې کوم نوي استاذان دي هغوي به په خصوصي توګه ددي نه ډيره فائده پورته کړي))-

ددي نوي لوظنامو په باب له امریکايي سفارتخانې د خپرې شوې خبر پاڼې تر مخه يوه لوظنامه د شهيد بينظير بهټو ويمن پوهنتون او د امريکې د سودرن ميتهډسټ پوهنتون ترمينځ لاس ليک شويده او بله د امريکې د کېنېکټ پوهنتون او د پښتونخوا د پوهنتونونو د اتحادیې ترمينځ لاس ليک شوي-خبر پاڼې د وزير اعلا امير حيدر خان هوتي له خولي ليکلي دي(( ددي لوظنامو سره به نه يواځي زموږ په نصاب کې ښه والی راشي بلکې زموږ د پوهنتونو څېړنیز صلاحيت به هم ورسره ښه شي))

د پښتونخوا او امريکا د پوهنتونو ترمينځ د دې لوظنامو د اهميت په باب د چارسدې د باچاخان پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت مشال ريډيو ته وويل((امريکا به په ډيرو شيانو کې پرمختګ کړي وي خو ډيري داسي زموږ ستونزي او داسي نور شيان د وړي کچې او د مقامي سطحې وې نو د دې په وجه به هغوی هم خبر شي، د مثال په توګه که څه امريکايان ژبه زده کول غواړي يا د پښتنو يا افغان کلتور نه ځان خبروي يا تاريخ او لرغوني اثارو نه ځان خبروي يا د دې ځای د مسائيلو نه ځان خبروي او د دې ايکسچېنج پروګرام له لاري دلته راشي،نو د دواړو هيوادونو د ولس لپاره دا پروګرام ډير د اهميت وړ دي))-

د دې لوظنامو په اړه د امریکايي سفارتخاني نه خپره شوې خبر پاڼه زياتوي چې امريکا په پاکستان کې بي وسه زده کوونکو ته هم مالي مرستي ورکوي او د لس زره او شپږ سوو نه زيات زده کوونکې د پاکستان په کالجونو کې په امریکايي مرسته سبق وايي او هر کال د پاکستان يو زر زده کوونکې په امریکايي مرسته د امريکا په کالجونو او پوهنتونونو کې زدکړې حاصلوي.
XS
SM
MD
LG