د لاسرسي ځای

"که څوک امن نه منې، نو ریاست یې باید راونیسي"




د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي ، د تره ګري د ختمولو په موضوع به د ټولو ګوندونو یوه شریکه غونډه رابولي او دوی هڅه کوي چې په غونډه کې د ګډون لپاره ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه رضا کړي.

تیره ورځ پیښور نشترهال کې د خدايي خدمتګار تحریک د مشر باچا خان او د هغه د وتلي یاستوال زوی ولي خان د ګډ تلین په مناسبت جوړې شوې غوندي ته په خپله وینا کې اسفندیار ولي خان ویلي ، چې پښتنو مخکي هم د خپل قام د امن او خوشحالۍ لپاره قرباني ورکړې ده او اوس یې هم ورکوي.



اسفندیار ولي خان زیاته کړه، له وسله والو سره د خبرو اترو په ذریعه د شخړي هوارولو لپاره هڅي کوي او که چرې وسله وال رضا نه شولو، نو بیا به ریاستي ادارې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG