د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زندانونو کې مخالیفین نه شکنجه کوو. افغان حکومت



افغان چارواکو د دوی تر ولکې لاندې جیلونو کې د قیدیانو د شکنجه کولو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړی دی .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي منلې ده چې د جیل ساتونکي او پولیسو له خوا له قیدیانو سره د ناسم چلن پېښې شته ، خو قیدیان شکنجه کول د افغان حکومت پالیسي نه ده .

بل خوا د ملي امنیت د ادارې سرپرست حسام الدین حسام ویلي، هغو قیدیانو چې ملګرو ملتونو ورسره ددې راپور د تیارولو لپاره مرکې کړي درواغ ویلي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن یا یوناما په یو راپور کې چې د اتوار په ورځ خپور شو ، ویلي ، تر نیمايي زیاتو هغو قیدیانو چې دوی ورسره مرکې کړي دي ، په جیلونو کې له دوی سره د ناوړه چلن او شکنجه کولو شکایت يي کړی دی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG