د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون او د شام لپاره نړي وال استازي لخضر ابراهیمي پر هغو هیوادنو نیوکې کړي چې په شام کې حکومت او یاغیانو ته وسله ورکوي.
په نیو یارک کې د ګل په ورځ د یو غونډی پر مهال بان کې مون او لخضر ابراهیمي د یو هیواد نوم خو یاد نکړه خو د رپورټونو تر مخه روس او ایران د شام د ولسمشر بشارال اسد حکومت ته وسله ورکوي.
د شام حکومت په قطر، ترکي او ځینو خلیجي ریاستونو دا تور لګوي چې هغوی د شام د حکومت مخالفینو ته وسله ورکوي.
دا بیانونه د هغي یوه ورځ روسته راغلي چې روس د شام نه د خپلو وګړو د ایستلو اعلان کړي .
په عین حال کې فعالان وايي ، د ګل په ورځ ناوخته د حما صوبي په صلیمیا کې له یوه ځانمرګې بریده لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.