د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابليان وايي. یخ ډېرېږي، نرخونه لوړېږي



د زابل اوسېدونکي وايي، که د سونګ د لرګيو او ګاز بيه لېږه نوره هم لوړه شي، نو د دغه ولايت ډېرې کورنۍ به د کاغذونو او زړو جامونو سوځولو ته مجبوره شي.

دوی وايي، د تېر په پرتله اوس هم د تېلو، ګازو او لرګيو بيې ډېرې لوړې شوې، او ورځ تر بلې پسې خېژي.

د دوی په خبره اوس لا هم د دغه ولايت ډېری کورنۍ چې د لرګيو او ګازو اخيستلو وس نه لري، د ماشومانو د تودولو لپاره په کورنو کې کاغذونه او زاړه ټوکرونه سوځوي.

دوی وايي، دولت ته به داسې لاره نه وي، مالومه چې د سونګ توکو لوړې بيې بېرته راټيټې کړي.
د زابل يو تن محمد اصغر وايي، يو له هغو کسانو څخه دی، چې يخ ځورولی او لوړو نرخونو حيران کړی دی.

((تېل ډېر ګران شوي دی، لرګي ډېر ګران شوي دي، چې دا خلکو په خپله ګران کړي دي، که دغه د ژمي په خاطر ګران شوي دي، مونږ نه پوهېږو، خو ښاروالۍ هم نه پسې ګرځي، کنې بيا دايې نه کېده))

د زابل يو بل اوسېدونکی په دغه ولايت کې د سونګ د موادو د بيو لوړېدو لامل، له نورو ولايتونو څخه د لرګيو د راوړلو بندېدل، او دلته ورته د خلکو د اړتياوو زياتېدل بولي.

((زما نوم بادامي اغا دی، والله شيان خو بېخي ډېر ګران شوي دي، خوله نه ورباندې خلاصېږي، خو له ولسواليو او نورو ولايتونو يې لرګي راوړل بند کړي دي، نو خود به يې د دې ځای خلک ګرانوي))

د نصيب الله په نامه د سيمې يو بل اوسېدونکی وايي، چې ځينې کسان اوس د زيات يخ، او ګرانو لرګيو له امله خپل ماشومان په کاغذونو سوځولو تودوي.

دی وايي، که د سونګ د توکو بيې نورې هم لوړې شي، نو ډېرې نورې کورنۍ به يې هم د اخيستلو وس ونه لري.

د ده په خبره ښاروالۍ بايد د نرخونو لوړېدو ته پاملرنه وکړي.

((ډېر خلک داسې دي چې د لرګيو وس نه لري، ډېر بد ژمی دی، داسې خلک شته چې د ګاز وس نه لري، درې سوه افغانۍ روزانه کوي، په هغو کور نه شي ساتلای نو لرګي به څنګه پرې واخلي، ښاروالۍ بايد يو هيت وټاکي چې په نرخونو پسې وګرځي، هغه کسان جرمانه کړي چې نرخونه يې لوړ کړي دي، بيا به داسې نه کېږي))

د زابل ښاروالۍ د جواز مدير سليمانزی ريښتين هم مني چې د سونګ د موادو نرخونه لوړ شوي دي، خو وايي، دا کومه نوې خبره نه ده، ځکه هر کال داسې کېږي.

دی وايي، دوی به هڅه وکړي، چې په دوکاندارانو او لرګيو پلورونکيو باندې د نويو مناسبو نرخونو پاڼې ووېشي.

((دا سيمه ده چې نرخونه لوړ شوي دي، په خاصه توګه د پټرلو، ډيزلو، ګازو او د سونګ د نورو توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي، خو په ژمي هر کال داسې کېږي. مونږ اوس هم دوکاندارانو ته نرخونه ورلېږلي دي، خو بيا هم هڅه کوو چې د نرخونو د لوړېدو مخه ونيسو))

زابل د افغانستان له سړو ولايتونو څخه دی، چې د ژمي په شپو ورځو کې پکې زيات وخت د تودوخې درجه تر سفر ټيټه وي.

سید شاه سقیم غزنی
XS
SM
MD
LG