د ډېلي بیسټ یوه رپورټ تر مخې هغه طالبان چې پاکستان د افغانستان سولې بهیر ملاتړ په ترځ کې خوشې کړې دي، بیرته وسله اخلي او د افغانستان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.
ډېلي بیسټ د انور الحق مجاهد په نوم طالب مثال ورکړی دی چې پاکستان خوشې کړ او دی له وسله والو سره یو ځای شو. په دې ضمن کې د افغانستان د سولې عالي شورا څه کوي؟
ایا داسې مېکانیزم شته دی چې طالبان تر خوشې کېدو وروسته د سولې په بهیر کې مرسته وکړي، او وسله وال فعالیت و نه کړي؟
د دې پوښتنو ځواب له پاره پامیر ساحل په کابل کې د افغانستان د سولې عالي شورا له مرستیال مشر عطا الله لودین سره خبرې کړې دي او ترې یې پوښتلي ایا دا ریښتیا ده چې د افغان حکومت په غوښتنه خوشې کړل شوي طالبان بیرته د افغان دولت او بهرنیو پوځیانو پر وړاندې په روانه جګړه کې برخه اخلي؟