د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې پيښه کې درې د ترافیکو پولیس وژل شوي او د اوو ولسي وګړو په ګډون دیارلس تنه ټپیان دي.
د دې وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمن رحمن خبریالانو ته وویل:
" د هغه امنیتي ځواکونو له ډلې څخه چې په ګډه په دې عملیاتو کې بوخت دي، درې د ترافیکو پولیس ووژل شول، څلور تنه ژوبل شول، دوه تنه د ځانګړو ځواکونو پولیس سطحي ټپیان شوي."
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو ټول پنځه تنه بریدګر یې له منځه وړي دي.
نښته د کابل پر وخت شاوخوا دوه نیمې بجې پای ته ورسیده.
د تیرې چهارشنبې په ورځ هم شپږ تنو وسله والو طالبانو د کابل ښار په صدارت څلور لارې کې د ملي امنیت د ریاست پریوې اړوندې ادارې حمله وکړه، چې د امنیتي مسوولانو په خبره شپږ تنه حمله کوونکي او یو د ملي امنیت کارکوونکی پکې ووژل شول او ۳۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.