د لاسرسي ځای

بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د افغانستان په اکثرو پښتون ميشتو سيمو کې د واده په مناسبتونو کې دا رواج هم له پخوا څخه پالل کيږي، چې د وليمې يا خوړې په ورځ چې د واده زلمی جوړ کړی شي نو د ولس په وړاندې په يوه څوکۍ کينول کيږي او د کلي ولس خلک د واده د زلمي ته د خپل وس مطابق پيسې ورکوي.

په ننګرهار او يو شمير نورو ولايتونو کې هم دغه دود پالل کيږي چې په بيلابيلو سيمو کې په مختلفو نومونو ياديږي څوک ورته نندره وايي څوک کمک، څوک تخت شاني او څوک يې د باجۍ په نوم يادوي.

د لغمان ولايت د عزيزخان کڅ يو تن اوسيدونکي محب الله وايي چې د واده د زلمي تر څنک د کلي نايي يا دلاک ولاړ وي او له هر چا څخه چې د واده د زلمي لپاره مرسته تر لاسه کوي، په لوړ غږ د کورودانۍ چيغه پسې وهي.

« زموږ کلي کې چې واده وي، د واده تر خوړې وروسته ماسپښين تخت شاني کوي او د دغه تخت شانۍ پر وخت د زلمي ټول خپل خپلوان راټوليږي او هر څوک د خپل وس اندازه نغدي مرسته ورسره کوي. د کلي نايي ولاړ وي، هغه پيسې راټولوي، هر څوک چې څومره مرسته وکړي، نايي په لوړ غږ ووايي چې خانيش اباد، خدای دې په ښادۍ کې وروسوي. دغه پيسې چې راټولې شي، يوه اندازه د واده زلمي ته ورکول کيږي او نورې بيا د هغه کورنۍ اخلي. تر څلويښت، پنځوس زرو پورې کلدارې ورټوليږي.»

خو د ننګرهار ولايت د ثمرخيلو کلي يو تن اوسيدونکي لقمان خان وايي چې پخوا به ددوی په کلي کې د ودونو مراسم تر سره کيدل، نو د ولس خلکو به د هلک له کورنۍ سره خپل وس مطابق مرسته کوله، خو اوس چې خلک په هوټلونو کې ودونه کوي، د باجۍ يا مرستۍ دود کمرنګی شوی دي.

« کليوالو مشرانو به د واده د هلک سره چا پنځوس، چا سل او چا پنځه سوه مرسته کوله. د همدې مرستې له برکته به شپيته اويا زره روپۍ ورټولې شوې. اوس په ودونو کې دا دود او دستور نشته، ځکه چې اوس ودونه په هوټلونو کيږي او د پښتنو هغه کلتور او عنعنات ورو ورو کميږي.»

خو د سرخردو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی خان اغا وايي چې په سيمه کې يې دغه دود اوس هم پالل کيږي.

« په فتخ اباد کې دا رواج شته دی چې کله د واده مراسم ختميږي، نو هغه زلمی ناست وي، بيا خلک د کمک په حساب پيسې ورکوي. هغه کتابچه کې ليکل کيږي او بيا چې د بل زلمي واده وي، هغه کتابچه را اړوي او بيا ګوري چې ما ته يې څومره پيسې اچولي، له هغه نه زياتې وراچوي او يا همهغه اندازه ور اچوي. يعنې دا چې خپل بدل خلاصوي.»

دا چې اوس په هوټلونو کې ودونه تر سره کيږي، د واده زلمي په کومو سوغاتونو نازول کيږي، د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکي عرفان الله بيدار يې راته وايي:

« څوک ورته شاهو او څوک ورته د واده زلمی وايي، دا چې کله هوټل ته راننوزي، محلي سندرغاړي د ده د راتګ په مناسبت يو نغمه راونيسي، شاهو په ټولو مليمنو د خپلوانو په بدرګه وګرځي، چا ته په لاس سلام کوي چاسره د لاس ستړي مه شي کوي او چاته د اخترام مراتب په ځای کوي، کله چې چوکۍ ته ورسيږي، پخوا به ورته ګينټې يا اميل په غاړه اچول کې کيدو، خو اوس ورته خلک تحفې وروړي او هغه ورته په ميز ږدي او بيا ورسره مبارکي کوي.»

د يادولو ده چې د ننګرهار په هغو سيمو کې چې ښار ته نيږدې پرتې دي او يا يې ښاري کلتور خپل کړی، يو شمير پښتني دودونه په کې کمرنګي شوي، خو په ليرو پرتو سيمو کې ځينې دودونه لکه د واده د زلمي نازول اوس هم پالل کيږي.
XS
SM
MD
LG