د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچاخان د ټولو پښتنو شریک مشر و


نن د خدايي خدمتګار تحریک د بانې او د عدم تشدد د فلسفې د مبارز، خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) د پنځه ویشتم تلین ورځ ده. د خیبر پښتونخوا حکومت د جنورۍ په یویشتمه دا ورځ په رسمي ډول لمانځي.


د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو لیکوال په دې نظر دي چې باچاخان دپښتنو په نبض پوه سیاست وال و. دپېښور پوهنتون استاذ ډاکټر راج ولي شا خټک وايي د پښتنو په تاریخ کې ډیر مهم شخصیتونه تیر شوي خو د باچاخان اهمیت تل تر تله په خپل حال پاتې شوی دی. نوموړی وايي باچا خان قداور او منفرد شخصیت دی.

په اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون استاذ ډاکټر حنیف خلیل وايي باچاخان نه یوازې سیاست وال و بلکه یو اصلاح غوښتونکی، دا نشور او لیکوال هم و. خلیل وايي باچاخان د لیکوالو یو فصل پیدا کړی دی، د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدايي خدمتګار تحریک د سیوري لاندې چې کومو لیکوالو پښتو ادب ته څه ورکړي، هغه به تل په یاد ساتلی شي.

د صوابۍ سره تعلق لرونکی لیکوال نور الامین یوسفزی وايي باچاخان پښتانه د سیمې ترڅنګ د تړیوال سیاست نه هم خبر کړل. دی وايي پښتانه بختور دي چې د باچاخان غوندې یو مشر یې درلودلو .

افغان شاعر او خبریال عزت الله ځواب وايي باچاخان د یوې کورنۍ پورې تړلی سړی نه دی بلکه د ټولو پښتنو شریک مشر دی. دی وايي دباچاخان د عدم تشدد فلسفه په ټوله نړۍ کې خوره ده.

باچاخان په اتلس سوه نویم کال کې د خیبر پښتونخوا په اشنغر سیمه کې د ملک بهرام خان په کور کې زیږیدلی او په نولس سوه اته اتیایم کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د خپل وصیت سره سم د ننګرهار په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

دباچاخان د مړینې پنځه ویشت کاله پوره شول، خو تردې ګړۍ دده مزار دده د شان سره سم نه دی جوړ کړی شوی. افغان حکومت وايي د باچاخان کورنۍ ویلي چې دوی دا کار په خپله ترسره کول غواړي.
XS
SM
MD
LG