د لاسرسي ځای


د خېبر ايجنسۍ قبايلي جرګې په باړه کې د اتلس وګړو د وژنې وروسته يو وار بيا حکومت ته د سبا پوری وخت ورکړی او ويلي یې دي چې که چیرې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو دوی به یو وار بيا په احجاج لاس پورې کړي.

د يادې جرګې غونډه پرون د حيات اباد په باغ ناران کې وشوه ، د جرګې مشر مقبلي خان اپريدي په دی اړه مشال راډیو ته وويل :

(( حکومت نه مونږ غوښتنه کړې وه چې په باړه او ورڅیرمه سیمو کې به ټولې لارې پرانیزي، د هوان توغندي به نه وروي او د باړې د عملیاتو څارنه دې یو ازاد کمیشن وکړي. ))

د تېری نهې په ورځ د باړې په عالم ګودر سیمه کې په ګولو ویشتل شوي خوا و شا اتلس مړي موندل شوي وو، چې د ځاي خلکو په وينا د امنيتي سرتېرو لخو په ډزو ويشتل شوي وو .

تیره ورځ هم د باړې په سور کڅ سیمه کې د هوان د توغندي د لګیدو له امله دوه کسان وژل شوي وو او یو ماشوم ژوبل شوی و.

دخیبر ایجنسۍ په بیلا بیلو سیمو کې د پاکستان ځواکونه له یوې مودې راهیسې د وسله والې دلې لشکر اسلام پرضد په عملیاتو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG