د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو مولانا او بل لوبغاړې په خبرو بدلون راولې


سرچینه: ایکسپریس ټریبون

ژباړه: شاهین بونیری

په ایکسپریس ټریبون کې پرویز هودبايي لیکي ، د پاکستان ځوانان بهر په لارو کوڅو کې د بدلو ن غوښتنه کوي خو باید هغوي د جعلي رهبرانو په خبرو دهوکه نه شي.

پرویز هودبايي لیکي ،دا وخت په پاکستان کې یو مولانا او بل د کرکټ یو لوبغاړې د مسیحا په توګه ځان وړاندې کوي ، او په خپلو خطابونو کې د ولس سره وعدې کوي چې خراب مشران به د حکومت نه لرې کړي او یو نوې او ټیک پاکستان به جوړ کړي. خو په دې دواړو کې یو هم د پاکستان د ریشتیني ستونځو خبره نه کوي، په اولسي مشرانو د کرپشن تورونه لګوي خو دا نه وایي چې د هیواد په لسګونو کالونو د پوځي تر واک لاندې پاتې شوی دې.

لیکوال وړاندې وايي، د پاکستان ریشتیني ستونځې درې دي.

لومړۍ د ډیرې ابادۍ ستونځه ده. د کارپوهانو په وینا په کال ۲۰۳۰ کې به د پاکستان ابادي ۲۵۸ ملینه ته اورسیږي. که چرې څه معجزه وشي او مونږ یو ټیک سیاسي نظام هم ترلاسه کړو نو بیا هم دا شاید ناممکنه وي چې د دومره خلکو لپاره د روزګار، تعلیم، خوراک، کورونو، بجلۍ، اوبو او یو پاک چاپیریال بندوبست وشي. یو وخت کې پاکستان د ابادۍ د منصوبه بندۍ یوه اداره لرله خو د مذهبي ګوندونو د مخالفت له کبله وتړلې شوه. د جماعت اسلامي په ګډون یو شمیر مذهبي ګوندونه د خانداني منصوبه بندۍ مخالفت کوي. تیره میاشت تحریک طالبان په کراچۍ کې د ۵ ښځې او یو سړې په دې ووژل چې ماشومانو ته يي د پولیو پرضد څاڅکي ورکول. نو که چرې ځمونږ دا مسیحاګان ددې ستونځې خبره وکړي نو کیداې شي د شاباشي پرځايي د بمونو او ګولو سره مخ شي.

د پاکستان دویمه لویه ستونځه د ترهه ګرۍ او مذهبي وسله والو ده او باید مخه يي ونیول شي. دوي په ازادۍ سره ولس او پوځیان وژني خو بیا هم میډیا او ټولنه پرې پوره احتجاج نه کوي. او د ترهه ګرو تنظیمونو سره د خبرو اترو تجویزونه ورکول کیږي. د سوات نه اخستې شوې سبق هیر کړې شوې دی. مولانا په دې مهمه موضوع غلې دی او د کرکټ لوبغاړې هغه خلک په نښه کوي څوک چې د پاکستان دغه دښمنان له مینځه اوړي.

دریم دا نوي مشران د اولس سره وعده کوي چې دولت به په ټولو یو شان تقسیم کړي ولې دا د دروغو او بې ایمانۍ نه ډکه وعده ده. که په رښتیا دوی خوشحالي راوستل غواړي نو باید خلکو ته دې دولت د ګټلو موقعې برابر کړي.

پرویز هودبايي لیکي، د پاکستان ځوانان بهر په لارو کوڅو کې د بدلون غوښتنه کوي خو باید هغوي ددې جعلي رهبرانو په خبرو دهوکه نه شي.
XS
SM
MD
LG