د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه کې د پوځ لخوا پرعامو خلکود بمبارۍ غندنه کوو


غلام غوث مشال راډيو

پیښور: تیره ورځ د خيبر پښتونخوا صوبایې اسمبلۍ د خيبر ايجنسۍ د باړي د ۱۸ کسانو وژنه په سختو ټکو وغندله، او په پوځ یې نیوکې وکړې چې باید په روانو عملیاتو کې د عامو خلکو ژوند خوندي وساتي.

د اسمبلئ غونډي ته په پخپله وينا کې د عوامي نيشنل ګوند د اسمبلۍ غړي ثاقب الله خان چمکني د باړې په پیښه په پوځ سختې نیوکې وکړې، او وې ویل،)) کومه بمباري چې په خیبر کې شوې که چیرې دا زمونږ په کورونو وشي نو بیا به مونږ څه کوو، قانون ساتونکو او ترهه ګرو کي فرق دی، او هغه دا چي د قانون محافظ به د قانون ساتنه کوي ،هغه به د تره ګرئ مقابله کوي اوبي ګناه خلک به نه وژني، زه به دا په لوړ اواز ووایم چې خدای او رسول ته اوګورئ دا ملک تاسو تباه کړو نور یي مه تباه کوی))

ثاقب لله خان زياته کړه چې د هيواد د ادارو او سياسي ګوندونو د غلطو تګ لارو له وجې نن ولس د خپلو امنيتي ادارو نه نفرت کوي(( د شوروي اتحاد تاريخ وګورئ او په هغي کي د کې جي بي((KGB رول وګورئ، د يري له وجي به د هغي ولس خبره نه کوله،هغوي به د يري له وجي سا نشوه اخستلي، جناب سپيکر صيب شوروي اتحاد وس چرته دې؟که مونږ ته خپل تاريخ ياد وي مونږ ته به بنګله ديش ياد وي، چرته چې د هغه پاکستاني ولس د هند د پوځ مرسته کوله او د خپل پوځ مرسته ي نه کوله اودا ځکه چي د هغو نه ي نفرت کولو او تري ويريدل،په بلوچستان کي نن هر يو سړي د خپلو محافظانو نه ويريږي او مينه ورسره نه کوي))

او د قامي وطن ګوند پارليماني مشر سکندر خان شيرپاو هم د خيبر ايجنسئ د اتلسو کسانو د وژني دا پيښه په سختو ټکو کي وغندله (( دلته د ترهګرئ پر ضد جنګ رو ان دی او زمونږ پوځونه امنيتي اداري او ولس قربانئ ورکوي، بل طرف ته داسي واقعات چي کيږي نوهغه جذبه يا د امنيتي ځواکونو په قر بانیی به دې سره په اوبو لاهو کيږي، مونږه دا مطالبه کوو چي دي کې کوم کسان ککړ دي هغو له دې سخته سزا ورکړل شي))

او د جمعيت علمای اسلام ف مفتي کفايت الله او د مسلم ليګ ن جاويد عباسي هوم دا پيښه په سختئ وغندله خو دوی په صوبائي حکومت هم نيوکي وکړي چي د ګور نر د مانړئ مخي ته ي د خيبر ايجنسئ په هغه مظاهره کوونکو د نيمي شپي په وخت اوبه او اوښکي بيونکي ګيس وشيندو ،چي د ګورنر هاوس مخي ته په دغه پيښه کي د وژل شوي کسانو مړي د احتجاج په توګه کيښودلي وو او د حکومت نه یي انصاف غوښتلو.

په ځواب کي د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وويل چي په ګورنر هاوس پيښور کي په فوري توګه په دغه شپه حکو مت د دوي د مشرانو سره جرګه وکړه او د خيبر پښتونخوا ګورنر د هغوي غوښتني ومنلي خو د ځني ګوندونو غړو د خبرو اتر و بحير ته زيان ورسولو،

))
په دغه جرګه کې دوه کسان وو چي دننه یي خبره هوم نه ده کړي او بهر ي اشتعال پيدا کړو،او د جرګي کسان ورته په منت لګيا وو او د مړو د کورنیو غړیو هم چغي وهلي چي خداي ته اوګورئ زمونږ په مړو سياست مه کوئ،اوبيا وروستو چي کومه واقعه وشوه مونږ په هغي خفګان کوو خو مړو ته هيڅ زيان نه دی رسيدلی او هم هغه رنګ په بکسو کي بند پوليټيکل ايجنټ ته حواله کړل شوي وو))

د خیبر ایجنسۍ اوسیدونکي وایي اکثره د پوځ لخوا په بمباریو کې عام خلک په نښه کیږی، چې بیا یی هیڅوک تپوس نه کوي.
XS
SM
MD
LG