د لاسرسي ځای

افغان حکومت د پاکستان لخوا د نورو طالب بنديانو د خوشي کولو د اعلان هرکلی کړی خو وايي د خوشي کېدونکو بنديانو په اړه بايد دوی ته ډير معلومات ورکړل شي.

متحده عرب اماراتو کې افغان سفير، ډاکټر نجیب الله مجددي عرب اماراتو کې د امريکايي، افغان او پاکستاني چارواکو تر ملاقات وروسته د پاکستان د بهرنيوو چارو سيکريټري جليل جيلاني دا اعلان وستايه، او وې ویل،

))دوی په واضحه توګه د خوشي کېدونکو طالبانو نومونه وانخيستل خو دا یې وويل چې موږ به دا همکاري وکړو. دا به وخت ثابته کړي چې دوی د خپل وعدو په پوره کولو کې څومره ريښتيني دي خو پاکستانيان هم سولې ته ليوالتيا ښئ))

په متحده عرب اماراتو کې افغان سفير دا هم وويل چې پاکستان بايد د خوشي کيدونکو طالبانو د ځای او کار په اړه واضحه معلومات ورکړي.

پاکستان له دې وړاندې هم د دوی په وينا افغانستان کې د طالب وسله والو سره د مذاکراتو د ښه پرمختګ لپاره، خوا او شا ۲۶ طالب بنديان خوشي کړي.

يو پاکستانى چارواکى وايي، هېواد يې په پام کې لري، چې د ملا عبدالغني برادر په ګډون ټول طالب بنديان خوشې کړي.

ملا برادر په طالبانو کې د دويمې درجې کس ګڼل کېږي.

افغان حکومت د پاکستان د وروستي اعلان هرکلى کړى؛ خو ويلي يې دي، د طالب بنديانو د خوشې کېدو لپاره بايد يو شفاف طرزالعمل ايجاد شي؛ څو افغان حکومت پوه شي، خوشې کېدونکي طالبان څوک دي او چېرې ځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وزیر "جليل جېلاني" پرون په ابو‌‌ظبۍ کې وويل:

"د پاتې بنديانو په اړه موږ هماهنګي او سلا مشوره کوو؛ وروسته به دوى خوشې شي."

ښاغلي جېلاني د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له سرپرست ځانګړي استازي ډېوېډ پټریس او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال جاوېد لودين سره په ابوظبي کې د افغانستان په سفارت کې تر کتنې وروسته دغه څرګندونې يوه کنفرانس ته وکړي.

افغانستان له پاکستان څخه غواړي، هغه طالبان چې ورسره بنديان دي خوشې کړي، چې دا شان د دغه هیواد د سولې عمل پر مخ لاړ شی.

تر دې مخکې ابوظبي د چهارشنبې او زیارت په ورځو د يوشمېر افغان سياستوالو، کارپوهانو او چارواکو د غونډې کوربنه وه.
XS
SM
MD
LG