د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې د وژنو پر ضد د جمعيت علماء اسلام لاریون


په خېبر اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځ لخوا د ولسي وګړو د وژنې په ضد نن د جمعې پر ورځ د جمعيت علماء اسلام پاکستان لخوا د پېښور پرېس کلب او ګورنر هاوس پر لور مظاهره وشوه.

په دې لړ کې په پېښور کې سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي وه او پرېس کلب او ګورنر هاوس ته تلونکې ټولې لارې په کنټېنرونو سره تړل شوي وې.

د جمعيت علما اسلام وياند مولانا جليل جان وايي په سيمه کې دي د بې ګنا کسانو وژنه ودرول شي.

دا په داسي حال کې ده چې د خیبرپولیټیکل چارواکي وايي چې د تیر ګل او نهي په منځنۍ شپه د باړې په عالم ګودر سیمه کې د وژل شویو اتلسو ولسی وګړو مړي تیره شپه په خپلو کلیو کښې خاورو ته وسپارل شول.

د مشال ریډيو خبریال وایي د باړې مظاهرچیانو په پیښور کې تر یوې جرګې کولو وروسته احتجاج درولی دی او له حکومت سره د مزاکراتو لپاره رضا شوي دي.

XS
SM
MD
LG