د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منظر امام پر وژنه په کراچۍ کې درې ورځنی ویر


د کراچۍ په یوه روغتون کې د وژل شوي ایم پي اې منظر امام او د هغه د درو ساتونکو مړي پراته دي.
د کراچۍ په یوه روغتون کې د وژل شوي ایم پي اې منظر امام او د هغه د درو ساتونکو مړي پراته دي.

ظفرکریمي مشال ریډیو

د پاکستان تر ټولو لوي ښار کراچۍ په اورنګي ټاون کې د وژل شوي ایم پي اې منظر امام د جنازې مراسم نن په کراچۍ کې ادا کېږي ـ ایم کیو ایم ګوند د منظر امام او د هغه د ساتونکو د وژنې په پېښه درې ورځنې ویر اعلان کړی دی ـ د دې ترڅنګ نن د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې کاروبارونه او تعلېمي ادارې بندې دي ـ

د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحادیې مرستیال مشر محمود شا اپریدی وایي د ښار ناکراره او غیریقیني صورتحال ته په کتو سره یې په ښار کې د سورولو بسونو نه چلولو اعلان کړی دی.

د محمود شاه اپریدي په خبره د منظر امام د وژنې پېښې وروسته نامالومه کسانو د سورولو دوه بسونه او یو ډمپر ته اور اچولی دی ـ ددې ترڅنګ د ژغورنې ادارې وایي دوه کسان د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوي دي.
د سند صوبې په نورو ښارونو کې هم د یادې پېښې وروسته د زیارت ( پنجشنبې ورځ) کاروبارونه تړل شوي او قهرجنو خلکو په سړکونو ټایرونو ته اور اچولی و ـ

د ایم کیو ایم ګوند یو مخکښ مشر او سند اسمبلۍ غړی منظر امام له خپلو دریو ساتونکو سره یوځای د زیارت په ورځ د کراچۍ په اورنګي ټاون کې وسله والو کسانو په ډزو ووژل ـ د منظر امام د وژنې پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې ده ـ

پولیس وایي د منظر امام او د هغه د ساتونکې د وژنې د پېښې په اړه یې پلټونکې ډله جوړه کړې او پلټنې یې شورو کړي دي ـ

د ایم کیو ایم ګوند چارواکي وایي، چې ترڅو پورې د یادې پېښې پلټنې نه وې مکملې شوې دوی د منظر امام د وژنې په اړه څه نه شي ویلای ـ د یاد ګوند د رابطه کمیټۍ غړي ګلفراز خټک مشال ریډیو ته وویل چې زیاتره خلک په یاده پېښه په ښار کې د روان فرقه ایز تاوتریخوالي تسلسل ګڼي خو د دوی د ډلې وژل شوی ایم پي اې منظر امام له سني مسلک سره تعلق لرلو ، ددې ترڅنګ د هغه له هیچا سره شخصي دشمني هم نه وه ـ

یاده دې وي د ۲۰۱۰ د اګست په میاشت کې د ایم کیو ایم ګوند اورنګي ټاون د پي ایس ۹۴ ایم پي ای رضا حیدر هم په ورته پېښه کې وژل شوی وو، د رضا حیدر د وژنې روسته په کراچۍ ښار کې د اخ و ډب پېښو زور نیولی و چې په کې په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو ـ

XS
SM
MD
LG