د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند نهرسراج کې د طالبانو پر ضد پاڅون وشو




د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ يو شمېر خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

له سيمې څخه د مشال راډيو د راپور له مخې د نهر سراج ولسوالۍ خلکو وروسته له دې د طالبانو پرضد پاڅون وکړ چې د دوی په وينا پر سړکونو د طالبانو له لوري د ماينونو له ښخولو تنګ شوي دي.

ويل کېږي، چې دا سيمه له ډېرو کلونو راهيسي د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو له څو مياشتو راهيسي د دوی پر مځکو اوبه د دې لپاره بندې کړي چې دوی ډوډۍ او باج نه ورکوي.

د يوه کلي مشر صفر محمد د خپلې سيمې د اوسېدونکو له لوري له حکومت او د هلمند له والي څخه وغوښتل چې له طالبانو څخه د دوی د سيمې په پاکولو کې مرسته ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG