د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، سپریم کورټ، وزیراعظم او طاهرالقادري


وال سټریټ جرنل ورځپاڼه ليکي، د پاکستان حکومت ویلي د سپریم کورټ لخوا د وزیراعظم راجا پروېز اشرف د نیولو حکم به چېلنجوي. دا په داسې حال کې ده، چې په دغه هېواد کې په ډېر ژر په لومړي ځل یو جمهوري حکومت خپل واک وسپاري.

ورځپاڼه لیکي، راجا پرویز اشرف پر نوموړي لګېدلي تورونه ردوي چې د ده تر وزیراعظمۍ مخکې پر ده لګېدلي ول. د ورځپاڼې په خبره له دې حکمه وروسته په پاکستاني سیاست کې ګډوډي مخې ته راغلې. د نهې ورځې راهیسې په اسلام آباد کې په زرګونه احتجاجیان د حکومت ضد مظاهرې لپاره راغوڼد دي. بلخوا د ګاونډي هیواد هند سره د تازه کړکیچ له امله هم ګډ وډي زیاته شوې ده.

وال سټریټ جرنل لیکي، حکومت وایي قادري د پوځ کس دی او د قادري لخوا دغه غوښتنه چې پوځ دې په راتلونکو انتخاباتو کې رول ولوبوي، ورسره د پوځي کودتاه د امکان په اړه ګنګوسې مخې ته راغلي دي. له دې مخکې هم پوځ پخوانۍ انتظامیې بې واکه کړي دي. د ورځپاڼې په خبره که چېرې د پاکستان صدر آصف علي زرداري حکومت خپل پنځه کاله واک پوره کړي او انتخابات وشي نو دا به د پاکستان په 66 م کالن تاریخ کې اول ځل وي چې ټاکل شوی جمهوري حکومت به خپل وخت پوره کړي.

بلخوا په انډیپنډنټ ورځپاڼه کې په طاهرالقادري پوښتنه راپورته شوې چې دی څوک دی او ولې پرې پاکستان دومره توجه ورکړي. د ورځپاڼې په خبره دا هغه سوال دی، چې په دا ورستیو کې په جنوبي اسیا کې د ډېرو ټي وي ګانو د کوربنو (اینکرانو) او سیاسي کارپوهانو په خوله دی. د ورځپاڼې په خبره د تېرې هفتې په اخر کې د طاهرالقادري پلویان د هغه په مشري کې راغوڼد شوي ول. طاهرالقادري چې غبرګ شهریت لري له لاهوره یې اسلام آباد ته لاریون وکړ او له حکومته د سیاسي اصلاحاتو غوښتونکی دی. د هغه په غوښتنو کې الیکشن کمیشن ړنګول او د انتخابي امیدوارانو لخوا د ټیکسونو ادایګي باوري کول شامل دي. هغه دا غږ هم کړی چې اسمبلیانې دې ماتې شي او یو نګران حکومت دې د ملک چارې سنبال کړي.

ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي یو مذهبي عالم چې له تېرو اوو کالو راهیسې په کینډا کې وو، د ا حق څنګه لري چې داسې قسمه سختې غوښتنې کوي؟ ورځپاڼه له انتخاباتو یواځې څو میاشتې مخکې دا احتجاج یوه ستونزه بولي. چې جمهوریت ته نقصان رسولی شي. ورځپاڼه ليکي له پاکستانه بهر قادري ته د یو منځلاري صوفي عالم په سترګه کتل کیږي. خو بیا د ورځپاڼې په خبره که څه هم د تره ګرو خلاف د هغه د کار له وجې یې ډېر مینه وال پیدا شوي دي خو اوس هم د قادري د خپل منځلاریتوب په اړه پوښتنې موجودې دي. ورځپاڼه ليکي قادري متنازع شخصیت لري. یو طرف ته دی ځان د جمهوریت ملاتړی ښیي، نو بلخوا دی په 2002 م کې د جنرل پروېز مشرف په دور کې پارلیمان کې ټاکل شوی و. ورځپاڼه د پاکستان په اوسني سیاسي نظام کې اصلاحات ضروري ګڼي. چې په 2011م کې د پارلیمان د 70 فیصد نه زیاتو غړیو ټیکسونه نه وو جمع کړې. خو د ورځپاڼې په خبره د دې هر څه لپاره انتخابات ډېر ضروري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG