د لاسرسي ځای

کراچۍ: د ایم کیو ایم د صوبايي اسمبلۍ غړی ووژل شو





د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن له ماسپښینه وروسته د سیند اسمبلۍ غړی په ډزو وژل شوی دی ـ د سرکاري خبري ادارې د رپوټ له مخې د سیند اسمبلۍ غړی منظر امام د اورنګي ټاون په سیمه کې هغه مهال ووژل شو، کله چې نامالومه وسله والو د هغه په موټر ډزې وکړې ـ په پېښه کې د منظر امام دوه ساتونکي هم وژل شوي دي ـ

د پېښې روسته د کراچۍ ښار اورنګي ټاون او خواوشا سیمو کې ویره خوره شوې او کاروبارونه تړل شوي دي.

منظر امام د متحده قامي مومنټ په ټکټ د سیند اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو ـ

په ۲۰۱۰م کال هم د ایم کیو ایم ډلې د اورنګي ټاون څخه د سند اسمبلۍ غړی رضا حیدر د نامالومه کسانو په ډزو وژل شی ووچې وروسته په ښار کې بلوې زیاتې شوې وې او په کې په لسګونو کسان وژل شوي.

XS
SM
MD
LG