د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې پر مظاهره چیانو ډزې ۱۳ ژوبل




د خيبر پښتونخوا په مرکز پيښور کې د خيبر ایجنسۍ پر مظاهرچيانو پوليسو ډزې کړې چې په کې تر لسو زيات کسان ټپيان شوي دي.

د مشال ريډيو خبريال چې د پيښور پريس کلب مخي ته د باړې د اوسيدونکو دغه ننی مظاهره يې ليدلې وايې، پوليسو د مظاهرچيانو د تت پرک کولو لپاره ډزی وکړې. دوی په باړه کې د امنيتي ځواکونو لخوا د اتلس ولسي وګړو د وژلو پر ضد مظاهره کوله.يو مظاهره کوونکې عابد اپرېدي مشال ريډيو ته وويل:

(( موږ پر امنه احتجاج کولی، له حکومته مو د دې وژل شویو خلکو د کورنیو لپاره انصاف غوښتولو. په موږ کې اکثریت زدکوونکې راټول ول، چې ناببره پولیس راباندې ډزې وکړې، او زدکوونکې یې ژوبل کړل. زموږ غوښتنه ده چې له موږ سره دې غیر انساني سلوک ودرول شي. موږ ته دې یو څرګنده وروستۍ نېټه راکړل شي چې په دومره وخت کې پوځي عملیاتو دروو. پوځ به راوځي، د علاقې خلک به بیرته خپلو سیمو ته ځي. لویې جرګې وړاندې هم ناکامه وي بیا به هم ناکامه وي.))

خو پولیس له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په مظاهره چیانو کې یوه تن یې پر پولیس ډزې کړې دي.

د اتلس اوولسي وګړو مړي پرون د باړې اوسيدونکو د ګورنر د کور مخي ته ايښې وو چې بيګاه دشپې پوليسو په زوره مړي واخیستل او هسپتال ته يې ورسول. له ګورنر سره د قبایلي مشرانو د کاميابو خبرو اترو وروسته هم راغوڼد شوي خلک د هرنا ختمولو ته تيار نه وو. پوځ او پوليسو لا تر اوسه خپل دريځ نه دی ورکړی.


د خیبر اېجنسۍ د باړې له عالم ګودر کې د تير نهي په ورځ د ۱۸ ولسي وګړو مړي موندل شوی وو چې د ادعاو له مخې پاکستانیو پوځيانو وژلي دي. د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون د شورو ورځې حال

د خیبر اېجنسۍ د باړې له عالم ګودره ګڼو خلکو د هغه ۱۵ ولسي وګړو مړي د خیبر پښتونخوا د ګورنر مسعود کوثر د ودانۍ مخې ته د احتجاج په توګه راوړي چې د ادعاو له مخې بېګا شپه پاکستانیو پوځيانو وژلي دي. د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

وروستي مالومات وايي، کله چې د خیبر د قامي اسمبلۍ غړی حمیدالله جان د احتجاجیانو لیدو ته ورغلی نو پر دغه مهال مظاهرچیانو پر هغه د چپلو او بوتلو ګوزارونه کړي چې وروسته د هغه ساتونکي هوايي ډزې کړې چې په کې یو تن ټپي شوی دی.

احتجاجیان د ګورنر کور مخې ته په پرلت یا درنا ناست دي او غوښتنه کوي، چې، په باړه کې له تېرو درو کلونو راهسیې روان پوځي عملیات دې ودول شي. د مسود سکاوټ کمانډر دې له خپله کار ګوښه کړل شي. او د بېګناه ولسي وګړو په وژنه کې لاس لرونکې دې ونیول شي او تپوس دې ترې وشي چې ولې یې بېګناه خلک وژلي دي. دوی له چیف جسټسه غوښتنه وکړه چې د باړې د پوځي عملیاتو دې له خپلې مخې ګام یا سوموټو اېکشن واخلي. او په عملیاتو کې ښکېل له لوړ پوړو پوځي چارواکو دې پوښتنې وشي چې دوی په عملیاتو کې ولسي وګړي زیات وژلي که ترهګر یې ډېر وژلي دي.

په خیبر کې د مشال خبریال د د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواک د یو صوبیدار او ځايي خلکو له خولې وايي، چې بېګا شپه د باړې په سپاه عالم ګودر سیمه کې په ګولو ویشتل شويو خوا و شا ۱۵ تنه مړي موندل شوي دي. راپورونه وايي، په دوی کې د ۱۴ کسانو پیژندګلوي شوې ده، چې ولسي وګړي دي.

په دې کسانو کې د یوې کورنۍ شپږ کسان شامل دي چې یو تن یې ژوبل هم دۍ، د دغې کورنې مشر رحیم شاه مشال ریډیو ته وویل چې(( د دوی د کورنې کسان د امنیتی سرتیرو له خوا په نخښه شوي دي، او د ده دوه وروڼه ،درې وریرونه او یو ډرایور په کې وژل شوی دی))

د باړې سیمې د خدمت خلک کمیټۍ د یو تن په وینا د عبدالجلیل نومي تن کورنۍ هم پکې په نخښه شوې ده، چې د نوموړي په ګډون په کې د ده څلور زامن وژل شوي دي، دوی زیاته کړه چې ځايي خلکو ته د کرفیو له امله د خپلو مړو په ترلاسه کولو کې ډیر مشکلات وو،ل.

د مشال راډيو خبریال د باړې عالم ګودر سیمې د دغې پیښې په باب د پوځ مطبوعاتی څانګې(آیې ایس پی آر) یو چارواکي او د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان سره رابطه وکړه، خو هغوی په دې اړه له څه ډول ویلو ډډه وکړه.

د باړې په عالم ګودر سیمه کې دغه پیښه په داسې حال کې رامینځ ته شوې چې پرون د نهې په ورځ د باړې په شلوبر او اکا خیلو کې وسلوالو امنیتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي،او وخت نا وخت په کې داسې پیښې رامینځ ته کیږی،چې ولسی وګړو ته هم په کې زیانونه اوړی.

د ویلو وړ د چې د باړې نه د بدامنۍ له امله په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلي دي،چې دا مهال یې ډیری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG