د لاسرسي ځای



بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- د افغانستان د سولې عالي شورا د رسنيوو هغه رپورټونه رد کړل چې افغان حکومته مخالفه، طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شوی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا يو مشر غړي، اسماعيل قاسميار مشال ريډيو ته وويل، چې د قطر چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي او که څه هم دغلته د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کوم دفتر نه دی پرانیستل شوی خو په نیزدې راتلونکې کې يې امکان شته.

هغه وويل:((د افغان حکومت او امريکې د موافقې پر اساس يو دفتر چې مقصد يې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د يو ځای وجود دی، به پرانيستل کيږي. دا دفتر به په نيژدې راتلونکې کې پرانيستل شي خو لا تر اوسه نه دی پرانيستل شوی.))

له دې وړاندې عربي رسنيوو خبر ورکړ چې د قطر په سر ښار دوهه کې د افغانستان د سولې د بهير سره د مرستې په لړ کې د افغان حکومت په خوښه د طالبانو لپاره دفتر پرانيستل شوی.

دې وروستيوو کې د افغان حکومت او طالبانو سره د مذاکراتو د کېدو د پرمختګ په لړ کې پاکستان هم ځينې طالب مشران له بنده خوشي کړل خو اسماعيل قاسميار وايي چې دا کسان افغانستان ته نه دې ورغلي.

هغه زياتوي په دې اړه غواړي پاکستان سره خبرې وکړي: ((موږ به په نيزدې راتلونکې کې پاکستاني چارواکو سره دا خبره سپينه کړو چې چې د دوی له خوا د خوشي شوو طالب مشرانوسرنوشت څنګه شو؟ که دوی غواړي افغانستان ته راشي هم بايد معلومه شي او که دوی له پاکستان څخه بهر تللي وي، هم بايد روښانه شي.))

خو د سياسي چارو کارپوه او دطالبانو د وخت يو چارواکی، وحيد مژده وايي په قطر کې ځينې نور مهم طالب مشران شته چې د مذاکراتو په کاميابولو کې مهم رول لوبولی شي.

هغه وايي: (( ټولې خواوې پوهيږي چې قطر کې د ملا طيب اغاپه مشرۍ لس مهم طالب مشران شتون لري. له طیب اغا پرته هلته شير محمد عباس ستانکزی دی چې د طالبانو په وخت کې د بهرنيوو چارو د وزارت معين وو، بيا وروسته د عامې روغتيا د وزارت معين شو. ده په هندوستان کې تحصيل کړی او په انګليسي ښې خبرې کولی شي. همداراز شهاب الدين دلاور هم قطر کې شتون لري. له دې علاوه نور کسان هم شته چې پخوا د طالبانو په وخت کې يې په سفارتونو کې او يا هم نورې دندې پر مخ بيولي.))

وحيد مژده زياتوي چې قطر کې ميشته دا طالب مشران نيغ په نيغه پر زمکه جنګيدونکو طالبانو وسله والو سره اړيکې نه لري خو د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر رسمي استازي دي نو ځکه کولی شي جګړې ته د پای ټکی کيږدي.

هغه وويل: ((دا کسان د ملاعمر له خوا ټاکل شوي او هلته يې ليږلي دي. ضروري نه ده چې دوی دې پر لاندې کچه جنګيدونکو طالب وسله والو اغيز ولري. هغه کار د ملا عمر دی او دوی د ملا عمر استازي دي. دوی ته صلاحيت ورکړل شوی او د همدغه واکونو په بنياد فيصلې کولی شي. که کومه مسله ډيره لويه وي بيا دوی د خپل مشرتابه سره اړيکې نيسې او په اړه ترې لارښوونه غواړي. ))

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي هم دې وروستيوو کې قطر کې د طالبانو لپاره پر دفتر ټينګار کړی او امريکې ته يې د خپل سفر پر مهال وويل چې نوموړی او امريکايي ولسمشر باراک اوباما طالبانو ته په دوهه کې د دفتر په پرانيستلو سلا شوي دي.

XS
SM
MD
LG