د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ د طاهرالقادري لاریون وغندلی



غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: بېګا ماښام د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کې د ډاکټر طاهرالقادري د لانګ مارچ او د سپريم کورټ لخوا د کرای برېښناکوټونو یا بجلي ګرو په قضيه کې د وزير اعظم د نيولو د احکاماتو په اړه تود بحث ترسره شو او د اسمبلۍ غړو د ډاکټر طاهرالقادري په لانګ مارچ او هم ددي لانګ مارچ پر مهال د سپريم کورټ په احکاماتو سختې نيوکې وکړې او دا ټول حالات يې د جمهوريت پر ضد يو سازش وبللو-او د پښتونخوا اسمبلۍ ټولو سياسي ګوندونو د موجوده حالاتو د مقابلي لپاره په يو والي ټينګار وکړو-

په دې لړ کې د اسمبلۍ غونډي ته پخپله وينا کې د تعليم صوبایي وزير سردار حسين بابک وويل، چې سياسي ګوندونه به د جمهوريت د بچ کولو لپاره قرباني ورکوي-نوموړي زياته کړه((چې موږ په دي وطن کې د امن لپاره سرونه ورکولي شو نو چې د جمهوريت د بقا او استحکام لپاره کومه قرباني راځي نو دا زموږ د قام او دي وطن سره لوظ دي چې انشاء الله هر يوه قرباني به دوي ورکوي، په تيرووختونو کې چې به کله داسي صورتحال پيدا شو نو نيم ګوندونه به يو اړخ ته وو او نيم بل اړخ ته خو نن د ډيري خوش حالۍ خبره داده چې په دې اهمه موقع سياسي ګوندونه ټول يو طرف ته دي))

د جمعيت علماي اسلام ف د اسمبلۍ غړي مفتي کفايت الله غونډې ته پخپله وينا کې د ډاکټر طاهرالقادري د لوی لاريون يا لانګ مارچ پر مهال د ستري محکمي لخواد وزيراعظم د نيولو په احکاماتو نيوکې وکړي- د خپلو څرګندونو په لړ کې مفتي کفايت الله مشال ريډيو ته وويل((نو څه خلک خو داسې شته چې د يوې ورځې لپاره هم د پاکستان د عوامو حکمراني نه مني،اوس بالکل موږ ټولټاکنو لپاره روان يو نو هم په دې وخت د طاهر القادري ډرامه مخې ته راغله. ايا په دغه تاريخ طاهر القادري ولې وټاکلو او بيا دا سماعت په هم دغه نيټه وو نو فيصله ولې په دغه نيټه راغله، سپريم کورټ خپله فيصله د بلي نيټي لپاره محفوظ کولای هم شوه،داسي خو نه ده چې طاهر القادري،زموږ کياني او جج صيب دا له يو بل سره څه کومک کول غواړي؟ زما د طاهر القادري نه پوښتنه ده چې ته طاهر القادري يې که طاهر کیاني يې، که ته طاهر کېاني نه يې نو خپل پوزيشن واضحه کړه))

د صوبي د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وينا کې وويل چې پکار ده پوځ د غير جمهوري قوتونو له ملاتړه ځان وساتي- نوموړي د اسمبلۍ د ودانئ نه بهر د مشال سره په خبرو اترو کې وويل((د سپريم کورټ فيصله منظوره ده خو د وخت انتخاب د جمهوريت لپاره مناسب نه دي،په دي وخت کې د پوځ لپاره دا لازم ده چې له ډيرې مودې روستو د پوځ عظمت بحال شوی دی نو داسي يو فيصله نه ده پکارچې د قام عظمت او وقار ته زيان ورسي،بيا عمران خان چې کومه فيصله کړيده نو دا هم د قادري سپورټ دي، چونکې عمران خان هغه چليدلي کارتوس دی چې د دې وړاندې چلولای شوی وو نو هغه هم پوچ شو، اوچې چا ورته هم په غوږ کې ويلي ول نو نه به قادري پاته شي او نه به دده شاته پټ قوتونه))

د اسمبلۍ غړي او د پيپلز ګوند پارليماني مشر عبد الاکبر خان د اسمبلۍ غونډې ته خپله وينا کې وويل، چې د پاکستان د ائين د شپږمي مادي مطابق طاهر القادري د حکومت پر ضد د بغاوت په توګه ولس راپارولی او پکار ده سپريم کورټ د هغه په ضد هم کاروایي وکړي-





XS
SM
MD
LG