د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې درنه وسله او څلور وسلول ونیول شول


پکتیکا کې درنه وسله او څلور وسلول ونیول شول
د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چې دملي پولیسو په ملتیا يې دیو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر وسلې ،مهمات او چاودیدونکي توکي له څلورو تنو سره یو ځای نیولي دي .

سرچینه وايي ،چې پوځي عملیات يې پرون ورځ (سیشنبه) دپکتیکا ولایت دیوسف خیلو ولسوالۍ په مش خیلو سیمه کې د ځينو راپورونو پر اساس تر سره کړي دي.

چارواکو په خبره وسلې او مهمات په یو ټراکټور کې لیږدول کیدل او د یوې درې کسیزې وسلوالې ډلې خوا يې ،چې په سراچه موټر کې سواره ول ساتنه کیده،له دغه کسانو سره یو ځای ونیول شول، په دوی کې یو تن د دوسله والو مخالفانو د اکمالاتو مسوول وو.

په نيول شويو سپکو او درنو وسلو کې پنځه ميله کلاشنکوفونه، يو ميل پيکا، يو ميل راکټ انداز ۱۸ د راکټ انداز مرمۍ او يو شمير نور چاودېدونکي توکي او مهمات شامل دي.

نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
نجیب الله الوخیل مشال راډیو

XS
SM
MD
LG