د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې مړي د پښتونخوا ګورنر کور مخې ته وړل شوي


پېښور: دباړې ۱۵کسانو مړي ګورنر کور مخې ته وړل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

پېښور: دباړې ۱۵کسانو مړي ګورنر کور مخې ته وړل شوي



خالد خان او فرهاد شینواری

د خیبر اېجنسۍ د باړې له عالم ګودره ګڼو خلکو د هغه ۱۵ ولسي وګړو مړي د خیبر پښتونخوا د ګورنر مسعود کوثر د ودانۍ مخې ته د احتجاج په توګه راوړي چې د ادعاو له مخې بېګا شپه پاکستانیو پوځيانو وژلي دي. د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

وروستي مالومات وايي، کله چې د خیبر د قامي اسمبلۍ غړی حمیدالله جان د احتجاجیانو لیدو ته ورغلی نو پر دغه مهال مظاهرچیانو پر هغه د چپلو او بوتلو ګوزارونه کړي چې وروسته د هغه ساتونکي هوايي ډزې کړې چې په کې یو تن ټپي شوی دی.

احتجاجیان د ګورنر کور مخې ته په پرلت یا درنا ناست دي او غوښتنه کوي، چې، په باړه کې له تېرو درو کلونو راهسیې روان پوځي عملیات دې ودول شي. د مسود سکاوټ کمانډر دې له خپله کار ګوښه کړل شي. او د بېګناه ولسي وګړو په وژنه کې لاس لرونکې دې ونیول شي او تپوس دې ترې وشي چې ولې یې بېګناه خلک وژلي دي. دوی له چیف جسټسه غوښتنه وکړه چې د باړې د پوځي عملیاتو دې له خپلې مخې ګام یا سوموټو اېکشن واخلي. او په عملیاتو کې ښکېل له لوړ پوړو پوځي چارواکو دې پوښتنې وشي چې دوی په عملیاتو کې ولسي وګړي زیات وژلي که ترهګر یې ډېر وژلي دي.

په خیبر کې د مشال خبریال د د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواک د یو صوبیدار او ځايي خلکو له خولې وايي، چې بېګا شپه د باړې په سپاه عالم ګودر سیمه کې په ګولو ویشتل شويو خوا و شا ۱۵ تنه مړي موندل شوي دي. راپورونه وايي، په دوی کې د ۱۴ کسانو پیژندګلوي شوې ده، چې ولسي وګړي دي.

په دې کسانو کې د یوې کورنۍ شپږ کسان شامل دي چې یو تن یې ژوبل هم دۍ، د دغې کورنې مشر رحیم شاه مشال ریډیو ته وویل چې(( د دوی د کورنې کسان د امنیتی سرتیرو له خوا په نخښه شوي دي، او د ده دوه وروڼه ،درې وریرونه او یو ډرایور په کې وژل شوی دی))

د باړې سیمې د خدمت خلک کمیټۍ د یو تن په وینا د عبدالجلیل نومي تن کورنۍ هم پکې په نخښه شوې ده، چې د نوموړي په ګډون په کې د ده څلور زامن وژل شوي دي، دوی زیاته کړه چې ځايي خلکو ته د کرفیو له امله د خپلو مړو په ترلاسه کولو کې ډیر مشکلات وو،ل.

د مشال راډيو خبریال د باړې عالم ګودر سیمې د دغې پیښې په باب د پوځ مطبوعاتی څانګې(آیې ایس پی آر) یو چارواکي او د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان سره رابطه وکړه، خو هغوی په دې اړه له څه ډول ویلو ډډه وکړه.

د باړې په عالم ګودر سیمه کې دغه پیښه په داسې حال کې رامینځ ته شوې چې پرون د نهې په ورځ د باړې په شلوبر او اکا خیلو کې وسلوالو امنیتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي،او وخت نا وخت په کې داسې پیښې رامینځ ته کیږی،چې ولسی وګړو ته هم په کې زیانونه اوړی.

د ویلو وړ د چې د باړې نه د بدامنۍ له امله په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلي دي،چې دا مهال یې ډیری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG