د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه: د ۱۵ ولسي کسانو مړي موندل شوي




فرهاد شینواری مشال راډيو

د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواک د یو صوبیدار او ځايي خلکو په وینا تیره شپه د باړې په سپاه عالم ګودر سیمه کې په ګولو ویشتل شويو خوا و شا ۱۵ تنه مړي موندل شوي دي. راپورونه وايي، په دوی کې د ۱۴ کسانو پیژندګلوي شوې ده، چې ولسي وګړي دي.

په دې کسانو کې د یوې کورنۍ شپږ کسان شامل دي چې یو تن یې ژوبل هم دۍ، د دغې کورنې مشر رحیم شاه مشال ریډیو ته وویل چې(( د دوی د کورنې کسان د امنیتی سرتیرو له خوا په نخښه شوي دي، او د ده دوه وروڼه ،درې وریرونه او یو ډرایور په کې وژل شوی دی))

د باړې سیمې د خدمت خلک کمیټۍ د یو تن په وینا د عبدالجلیل نومي تن کورنۍ هم پکې په نخښه شوې ده، چې د نوموړي په ګډون په کې د ده څلور زامن وژل شوي دي، دوی زیاته کړه چې ځايي خلکو ته د کرفیو له امله د خپلو مړو په ترلاسه کولو کې ډیر مشکلات ول.

د مشال راډيو خبریال د باړې عالم ګودر سیمې د دغې پیښې په باب د پوځ مطبوعاتی څانګې(آیې ایس پی آر) یو چارواکي او د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان سره رابطه وکړه، خو هغوی په دې اړه له څه ډول ویلو ډډه وکړه.

د باړې سیمې د خدمت خلک کمیټۍ یو غړی تراب علي آپریدي وویل چې(( دوی اوس دغه مړي راپورته کړي دي،او د پیښور په رینګ روډ به یې جنازه کوي او د هغې وروستو به یې خاورو ته سپاری))

د باړې په عالم ګودر سیمه کې دغه پیښه په داسې حال کې رامینځ ته شوې چې پرون د نهې په ورځ د باړې په شلوبر او اکا خیلو کې وسلوالو امنیتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي،او وخت نا وخت په کې داسې پیښې رامینځ ته کیږی،چې ولسی وګړو ته هم په کې زیانونه اوړی.

د ویلو وړ د چې د باړې نه د بدامنۍ له امله په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلي دي،چې دا مهال یې ډیری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG