د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپل وران سکول خوړیدل غواړو


خپل وران سکول خوړیدل غواړو

دخیبرایجنسۍ د ذخه خیلو سیمې د اشرف کلي اوسیدونکي وایي ،چې دلته یوازینۍ سرکاري پرایمري سکول خوا وشا درې کاله وړاندې وسلوالو په بمونو الوزولۍ دي،خو لا تردې دمه یي د بیا جوړولو کار نه دۍ پیل شوي، د اشرف کلي پرایمري سکول ته اوس ډیر په کم شمیر کې زده کوونکي ورځي او په خړو خاورو کې ناست د آسانتیاوبفیر سبقونه وايي.

د یاد سکول یو زده کوونکۍ سیف الله مشال راډیو ته وویل چې ((په سکول مو چاودنه شوې او اوس ویجاړ پروت دی،موږ په خړو خاورو کې ناست یو ډیر مشکل سره مخ یو او چارواکي دې راته سکول جوړ کړي))
د یاد سکول یو استاذ حیات الله وایي چې((دوی اوس په دې سکول کې د ناستی ځاي،اوبو او تورې تختۍ آسانتیاوې نه لری،او تر شنه آسمان لاندې ناست دي،او باید چارواکي دغه سکول جوړ کړي))

د اشرف کلي یو اوسیدونکی عبدالحمید آپریدی وایي چې(( نن سبا د تعلیم ډیر ارزښت دۍ،او موږ غواړو چې ماشومان مو زده کړې وکړي،او چارواکو ته پکار دي چې دې سکول ته پام لرنه وکړي او ژرترژره یي جوړکړي))

((موږ په قبایلی سیمو کې غیردولتي ادارو په مرستې سره د دغو ورانو شوو سکولونو د جوړولو پلان لرو او ځینې سکولونه مو د هرې ایجنسۍ په کالني ترقیاتی پروګرام (اي ډی پی) کې هم شامل کړي دي،او دغه د اشرف کلي سکول به هم زر جوړ کړي شي))

د خیبر ایجنسۍ د تعلیم څانګې د چارواکو په وینا تراوسه پورې په دې سیمه کې خوا وشا پینځه شپیته سرکاری سکولونه په بمونو الوزول شوي دي،
د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري

XS
SM
MD
LG