د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د پخواني وزیر علي مدد جتک پر کور چاپه




نیازموساخېل مشال راډيو

د بلوچستان په کوټه کې د ګورنر واک پلی کېدو وروسته،پولیس وایي،دوي د اوسني ختم کړل شوي حکومت وزیر علي مدد جتک پر کور په چاپه کې درنه وسله نیولې ده. خو یاد وزیر بیا د درنې وسلې نیولو له تورونو انکار کوي. البته پېښه تاییدوي او دا پر خلاف یو سازش بولي.

یاده دي وي،بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې پر وزیرانو د اغوا او غلاګانو په پېښو کې د لاس لرلو تورونه لګول کېږي بلې خوا ته له خونړیو پېښو وروسته،کوټه لا هم غمجنه او په ویر او ماتم کې راګیر ده

د ګورنر واک نافذېدو و وروسته امنیتي ځواکونو په لومړي سر کې د صوبایي وزیرانو پر خلاف ګامونه اخیستي دي او په دې لړ کې د پولیسو په وېنا، دوی د ختم کړل شوي حکومت وزیر علي مدد جتک پر کور له چاپه وهلو وروسته وسله نیولې ده.که څه هم امنیتي ځواکونو په دغه اړه څه نور معلومات نه دي ورکړي،خو مشال رېډیو چې کله له یاد وزیر سره پخپله تماس ونیولو،نو نوموړي پېښه تایید کړه او ویې وېل

٫٫ماته د کوم جرم سزا راکول کېږي؟زما څه ګنا ده؟زه خو د اسمبلۍ غړی او عوامي استازی یم.په ۴۰ ګاړیو کې امنیتي ځواکونه زما کور ته په زور داخیلېږي او له کوره هر څه په زوره وړي،لکه چې زه د کوم بهرني هېواد اېجنټ او یا هم کوم ترهګر یم٬٬

بلخوا د ګورنر راج پلي کېدو وروسته،د صوبې ګورنر نواب ذوالفقار مګسي پر هدایت له ټولو صوبایي وزیرانو سیکیورټي اخیستلو پرېکړه شوې ده او په دغه لړ کې صوبایي وزیرانو ته ورکړل شوي تر ۳۰ او یا هم تر ۵۰ پوري سرکاري ساتوونکي به بېرته د خپلو پخوانیو کار ځایونه ته ولېږل شي.

دا چې د ګورنر واک نافذېدو وروسته اوس عام وګړي وضعې ته په کوم نظر ګوري؟په دغه اړه د کوټې اوسېدونکی حافظ جمال الدین وایي،دا کار باېد ډېر پخوا شوی وای.

٫٫جمهوري حکومت په امن ساتلو کې مکمله ناکامه شوی وو او دلته د خلکو ژوند،مال او کار خوندي نه وو.د پېسو لپاره تېښتونه خو اوس یوه عامه خبره ګرځېدلې او هدفي وژنې او نورې د ناامنۍ پېښو خلک سخت پرېشانه کړي وو او د ګورنر واک لګولو پرېکړه بالکل صحیح ده،بلکې که زه خپل یو ذاتي خېال درسره شریک کړم چې ګورنر راج نه،باقاعده پوځي نظام دې راوړل شي.ولي چې خلک ډېر تنګ شوي دي٬٬

یو بل وګړی،عېن الله بېا وایي،جمهوري حکومت د خلکو له اړخه ټاکل کېږي،خو څومره د بدمرغۍ خبره ده چې خلک له خپلو ټاکل شویو واکمنو په عذاب شوي وو او اوس حال د ده په وېنا،تر دې ځاېه را رسېدلی دی چې کوم نوی بدلون راځي،خلک ورته خوشحاله کېږي

د ګورنر راج نافیذېدو وروسته،امنیتي ځواکونو علمدار سړک تړلی او هلته یې د ساتنې سخت ګامونه اخیستې دي.بلې خوا ته په خونړیو پېښو کې د وژل شویو کسانو په لړ کې لا هم د کوټې فضا غمجنه ده او لا هم خلک د ویر او غم په حالت کې دي.یاده دي وي،د تېر زیارت په ورځ د کوټې په خونړیو چاودنو کې تر سلو زیات کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل ول،چې پکې زیاتره وګړي،له اهل تشیع سره اړه لرونکي،هزارګان ول.

XS
SM
MD
LG