د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه باید ژر روزل شي.




نيويارک ټايمز ورځپانې خپله يوه مقاله د پاکستان سپريم کورټ له لوري د درغليو په يوه مقدمه کې د دې هېواد د وزيراعظم د نيولو پرېکړې ته ځانګړې کړې ده.

په ليکنه کې راغلي، د سپريم کورټ دغه پرېکړه په داسې مهال مخې ته راغلې چې د محمد طاهرالقادري په نوم يو اسلامي خطيب، چې د يو سياستوال رول يې خپل کړی، د پاکستان د پارليمان ودانۍ مخې ته خپلو زرګونو پلويانو ته په وينا کې له حکومته د واک پرېښودو غوښتنه وکړه.

د ورځپاڼې په ليکنه، دغو دواړو خبرو د پاکستان دننه اندېښنې زېږولي چې ګنې د دې هېواد طاقتور پوځ غواړي په جوړېدونکي عبوري حکومت کې خپل نفوذ ولري او په وسيله يې راتلونکي عام انتخابات وځنډوي.

ورځپاڼه زياتوي، ځينې خلک بيا داسې فکر کوي چې د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري د قادري د لانګ مارچ په نتيجه کې په ملک کې له جوړې شوې حکومت مخالفه فضا څخه په ګټه اخيستلو د ولسمشر زرداري له حکومت سره خپل زوړ حساب کتاب پوره کړ.

ورځپاڼه کاږي، د سپريم کورټ د پرېکړې چې هر څه عوامل وي، خو يوه خبره يقيني ده او هغه دا چې لا ډېرې ستونزې يې د پاکستان په برخه کړې.

بل خوا رايټرز اژانس په خپل يو رپورټ کې د امريکا په سينيټ کې د ريپبلېکن ګوند د مشر سينټر مېچ مککونل له خولې ليکي چې وايي غواړي په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته ۱۰۰۰۰ امريکايي سرتيري پاتې شي.

سينيټر مککونل د خپل ګوند د سنيټرانو له يوې وړې ډلې سره په تېرو نيږدو ورځو کې افغانستان ته سفر وکړ، چې دا په تېره يوه لسيزه کې د نوموړي دغه هېواد ته اووم سفر و.

دې امريکايي سينيټر د افغان ځواکونو د روزنې او د ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره په افغانستان کې د ياد شمېر امريکايي سرتېرو پاته کېدل اړين وبلل او ورسره يې هيله وښوده چې په دغه جګړه کې د امريکا متحدان به هم ورته پلانونه ولري.

رايټرز اژانس په عين حال کې د براک اوباما او حامد کرزي د تېرې جمعې ورځې د واشنګټن د ليدنې په يادولو سره ليکلي چې، دواړه ولسمشران موافقه شوي چې د افغانستان د امنيت زمه وارۍ په زيات سرعت سره د دې هېواد خپلو ځواکونو ته حواله شي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ژر وتلو ته زمينه برابر شي او په ترڅ کې يې د اوباما هغه هوډ چې وايي، د افغانستان اوږده او غير مقبوله جګړه به پای ته رسوي، عملي شي.





د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG