د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتانه ځوانان باید یو موټي شي"




په ځوانانو غږ پروګرام کې مو له پښتنو ځوانانو سره په دی خبرې کړي چې د پاکستان په روانو حالاتو کې هغوی خپل مستقبل څنګه ویني. دوی وايي، د پښتنو سکولونه وران شو، پښتانه يو موتې نه دي، د تعليم د نشتوالي له وجې په آسانه د نورو آله کار جوړيږي ، نه خو خپله مېډيا لري او نه يې څوک دې ته پريږدي چې د مېډيا لايسېنس ترلاسه کړي .


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د منهاج القرآن د مشر طاهرالقادري لانګ مارچ روان دی ، نوموړي تر انتخاباتو وړاندې د يو عبوري حکومت غوښتنه کوي ، پښتانه ځوانان وايي، د دی لانګ مارچ تر شا د هېواد پوځ دی او قادري غواړي چې په دغه هېواد کې مارشل لا راشي ، دا ځوانان وايي که د هزاره ټولنې په څير پښتانه هم رايو ځای شي نو د دوی مسلې به پخپله حل شي ، پښتانه ځوانان وايي د دوی سکولونه وران شو ، کاروبارونه يي په ټپه ولاړ دي خو بيا هم نړۍ ته دا هرڅه نه دي په ډاګه او هغه ځکه چې دوی خپله مېډيا نه لري. د چین هېواد په یوه پوهنتون کې د خیبر پښتونخوا د جرنلزم زدکونکی زاهد احساس خان وايي پښتنو ته سکولونه نه پريښودل کيږي نو د ټي وي لایسېنس ترلاسه کول او بيا چلول خو وروسته خبره ده .

د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.



د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG