د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کمزوري جمهوریت نور کمزورولو سازش روان دی"




د تحريک منهاج القرآن د مشر طاهرالقادري لانګ مارچ اسلام آباد ته رسيدلی او نوموړي ګډون والو ته وينا کړې ده. که څه هم دی په ښکاره له حکومته انتخابي اصلاحات او يو نوی عبوري حکومت اعلانول غواړي. خو پوښتنه داده چې آيا دی په اصل کې هم دغه غواړي او که څه نور ؟ عبدالحی کاکړ په دې اړه د پاکستان ددفاعي چارو کارپوه عائشه صديقه سره مرکه کړې او په سر کې يې ځيني پوښتلي چې ددې په فکر د طاهراالقادري پټه سياسي ايجنډا څه کيدلی شي.؟

عایشه صدیقه: ګوره دوه ډوله مقصدونه کیدلی شي. يو خو لږ تر لږه دا مقصد تر لاسه کول دي چې پر حکومت دباو واچول شي چې راتلونکی عبوري حکومت د اسټبلشمنټ د خوښي يا په کنټرول کې وي. دویم مقصد دا دی، که چيري، دی خلک را پاروي او د جګړي پر لور يې بیايي، که ګولی و چليږي يا د ترهګری يوه پيښه وشي نو په داسې صورت کې به بيا يوه پلمه او بهانه په لاس راشي لکه څنګه چې په بلوچستان کې د ګورنر راج په شکل کې پوځ راوړاندي شو نو دلته به هم هغسې وشي. بهرحال دا هرڅه د شته کمزوري جمهوري عمل د نور کمزوري کولو او ماتولو يو سازش دی.

پوښتنه: نو لکه چې تاسو وویل، چې طاهرالقادري یوه خفیه اجنډه لري، نو بیا هم حکومت هیڅ نه ورته وايي، نه هغه پټې څېرې لڅوي(بې نقابوي) ؟

عایشه صدیقه: زما په خيال د حکومت حکمت عملي دا ده چې له غير جمهوري ادارو لکه پوځ او عدا لت سره مخامخ جګړه نه غواړي. که چيرې دا سې وشي بيا حکومت مات کړل شي يا کور ته وليږل شي نو سبا به بيا هم په جمهوري قوتونو تور لګيږي چې ګوری دوی سمه لوبه و نه کړه او له مخامخ جګړې يې کار واخیستلی. نو زما په خيال ځکه حکومت واضحه خبره نه کوي.

پوښتنه:- نو په داسې حالاتو کې د پاکستان پوځ د دې جوګه دی چې مارشل لا ولګوي او ملک په خپل کنټرول کې واخلي؟

عایشه صدیقه: که تاريخي پس منظر ته وکتل شي نو لومړۍ خبره داده چې په پوځ کې دننه دحکومت په ليري کولو اتفاق وي او بله خبره دا ده چې پروپېګنډه د هغې سطح وي چې خلک په شک کې شي چې په رښتيا هم دغه جمهوری عمل ډير بې کاره دی او دا وخت دا پروپيګڼډه په ښه طريقه روانه هم ده. دريمه خبره د نړيوالو حالاتو ده. دا شک کيږي چې په دوه زره څوارلسم کال امريکا له افغانستان وځي نو کيدلی شي نړيوال قوتونه د حکومت په بدلون خفه نه شي، ځکه دوی هم غواړي چې په پاکستان کې دې يو مضبوط حکومت وي چې دوی خبره ورسره وکړي او له افغانستانه د پوځ وتل ممکنه شي.

پوښتنه: پوځ ولې غواړي چې جمهوري عمل له مینځه یوسي، او واک په خپل لاس کې واخلي.؟

عایشه صدیقه: يوه وجه خو دا ده چې حکومت له هندوستان سره تعلقات ښه کوي. بله دا چې که د پاکستان معيشت سم نه وي نو ددې اثر پر پوځ هم لوېږي.نو ځکه دوی دا وخت له جمهوري عمله خوښاله نه دي.

XS
SM
MD
LG