د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند او پاکستان کې د ځوانانو لاریونونه


Pakistan - Pakistani students shout slogans during a protest against the assassinatiQon attempQ on Malala Yousafzai, in Quetta, 11Oct2012
Pakistan - Pakistani students shout slogans during a protest against the assassinatiQon attempQ on Malala Yousafzai, in Quetta, 11Oct2012




په نیوزویک مجله کې د بریتانییا پخوانی وزیراعظم ګورډن براون په پاکستان او هند کې د مظاهرو په حواله لیکي چې په دا ورستیو کې په پاکستان کې په زرګونه خلک په څوارلس کلنې ملاله یوسفزي باندې د وسله وال برید وروسته راغونډ شوي وو او احتجاج یی کولو چې د جینکو د تعلیم خلاف تعصب دې بند کړل شي.

دغه شان هند کې له یوې جینۍ سره د جنسي زیاتي وروسته ځوان کول احتجاجاً په سړکونو را وتلی وو. چې د ښځو پر وړاندې د جنسي تشدد مخنیوي غوښتنه یې کوله. په مجله کې لیکل شوي دغه وړاند وینه چې په اوسنيو نازکو اقتصادي حالاتو کې ټولنیز پرمختګ نه شي کیدای ، ته په کتلو سره 2013م کې داسې ښکاري چې د خپلو غوښتنو په لړ کې به د ځوان کول لخوا زیاتې مظاهرې تر سترګو شي. د لیکوال په خبره په پاکستان او هند کې د ځوان کول لخوا دغه مظاهرې دا ښایي چې دا ځانګرې پيښې نه دي بلکې د بدلون یو نوي موج سره تعلق لري.

لیکوال زیاتوي تېرکال په پاکستان کې تر دوه میلیون زیاتو خلکو یوه غوښتنه درج کړه چې مفت تعلیم دې عام کړل شي. چې په ملاله د برید وروسته یواځې د آواز په نوم د یوی فعاله ډلې د ښه کمپین نتیجه نه وه بلکې د 2013م په سر کې د تعلیم نه محرومو تقریبا یو میلیون پاکستانيو هلکانو او جینکو له حکومته د ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

بلخوا د واشنګټن نه خپریدونکې ویب پاڼه نیشنل جرنل لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه سر ته په رسېدلو ده، خو د سټرېټيجي په اړه د واشنګټن په فکر کې یوه لویه ستونزه موجوده ده . په مقاله کې لیکل شوي د دې باوجود چې په واشنګټن کې تېره هفته د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا صدر باراک اوباما تر مینځ د خبرو اترو نه امید ښکاره کیږي، بیا هم دا خطر موجود دې چې د جنوبي مرکزي اسیا کنټرول د اوباما له لاسه ووځي. اوس زیاتره توجه په دې ده چې امریکایی ځواکونه به په کوم رفتار له افغانستانه ووځي. مقالې د سیمې په اړه د امریکا د سفارتي نظر او د دې نظر د عملي کولو لپاره د یو سفارتکار نیشتوالې یوه لویه ستونزه بللې ده.

نیشنل جرنل لیکي که څه هم امریکا د 2014م وروسته د نورو لسو کلونو لپاره د افغانستان سره د سټریټيجیکې همکاري لوظ نامه لاسلیک کړې، او د نیټو هیوادونو تېر کال په ټوکیو کې دې هیواد سره د 16 بلین ډالرو برابر د مرستې ژمنه کړی خو بیا هم واشنګټن او نورو لویو طاقتونو ، پاکستان دې ته پرې اېښی چې بغیر د کومی سزا د هغوی خلاف لاړ شي. که څه هم د نړۍ طاقتونو د ایران پر ضد بندیزونه لګولي دي، خو د پاکستان خلاف دا قسمه څه کاروایي نه ښکاري. مقاله زیاتوي پاکستان که څه یو ایټمي طاقت هم دی، خو بیا هم د ایران په پرتله بندیزونه او ګوښه توب نه شي زغملی. او د پاکستان تر ټولو لویه اندېښنه له اقتصادي پلوه د کامیابۍ پر لور روان هیواد هند دی، چې ورباندې د بندیزونو به دا مانا وي چې د هند په مقابله کې به په اقتصادي او پوځي ډول پاکستان کمزوری پاته شي.

مقاله د ملګرو ملتونو لپاره او په عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیل زاد له خولې زیاتوي، په کار ده په پاکستان باندې د فشار راوستلو لپاره دې رضا مندي موجوده وي. چې دا وخت دا د ډپلومیسي یوه لویه ناکامي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG