د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شام ټولې ښکېلې غاړې دې خبرو ته کېنې"


د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف


د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د شام له مخالفو جنګياليو او د هغوى له مشرانو د روسيې غوښتنه تکرار کړه، چې د وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره د بشارالاسد له حکومت سره خبرو ته غاړه کښېږدي.

لاوروف د اسد لخوا د ده په وروستۍ وينا کې شوي نوي وړاندیزونه ياد کړل او په شام کې يې اپوزيشن ته لارښوونه وکړه چې په اړه يې عکس العمل څرګند کړي:

“مو ډاډه یو چې له دې حالاتو د راوتو لاره باید د جینیوا پر لیکونو ولاړه وي. زه به دا بيا ووایم، چې د واردمخه شرط پرته، ځکه هر ډول واردمخه شرطونه د خبرو پيلول ناشونی کوي. دا مهمه ده چې د اپوزيشن په ګډون چې لا هم خبرو اترو ته ګرسره نه حاضرېږي، ټولې غاړې اړ باسو چې د خبرو اترو مېز ته کښېني”


په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سيکرېټري جنرل بان کي مون اونۍ مخکې د اسد پر وينا ناهيلي څرګنده کړه، دغه وينا د امريکا له خوا غندل شوې ده.

د شام ياغيانو دا وينا د يوې نوې جګړې اعلان ګڼلې ده.

لاوروف د روس دريځ بيا څرګند کړ او ويې ويل د اپوزيشن دا غوښتنه چې غواړي اسد له واکه ليرې شي، د شام د دوه کلنۍ شخړې د ختمولو لپاره د سولې خبرو ته مخکینى شرط نه شي کېداى.

د شام په شخړه کې لږ تر لږه ٦٠ زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG