د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د مالي هېواد پر حالاتو نن خبرې کوي




د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به نن د افريقايي هيواد مالي د حالاتو پر څېړلو غونډه کوي.

د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه فرانس کړې ده، فرانس د شمالي افريقا دغه هېواد ته د سخت دريځو وسلوالو د شړلو لپاره پوځيان او جنګي الوتکې لېږلي، ګومان کېږي چي دغه سخت دريځي له القاعدې سره اړيکې لري.

د فرانس د دغه پوځي کمپاين نن درېيمه ورځ ده

پرون چې کله د فرانس جنګي الوتکو ګاو ښار ته څېرمه د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمې بمبار کړې، د دفاع وزير وويل چې د جمعې په ورځ د فرانس ناڅاپي مداخلت د مالي د پلازمېنې باماکو د نيولو لپاره يې د ياغيانو د پرمختګ مخه ونيوله.

ګڼ کسان وېره لري چې اسلامپالي ياغيان ښايي د شمالي مالي پر لوېديځ د بريدونو او يا هم په يمن، صوماليا او شمالي افريقا کې له القاعدې سره د اړيکو ټينګولو لپاره د يوې اډې په توګه وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG