د لاسرسي ځای



پر سي اېن اېن ويبپاڼه يو رپورټ کې راغلي دي، چې په پاکستان کې د منهاج القران مشر طاهرالقادري له هغه وروسته ډير زيات مشهور شو چې نوموړي څه موده وړاندې د ترهګرۍ ضد فتوا ورکړه او له سي اين اين ټي وي چېننل سره يې سره یې په خپلو خبرو کې ويلي ول چې د ترهګرۍ او تشدد په اسلام کې هيڅ ځای نشته.

له دې وروستو طاهرالقادري د نړيوالې مېډيا په سرټکو کې راغلی او تر دې پورې چې نړيوال اقتصادي فورم او د امريکا د امنيت ادارې ته يي هم ويناوې وکړې.

په کېنېډا کې د شپږ کاله تېرولو وروستو طاهرالقادري پاکستان ته ولاړ او په دغه هېواد کې د شفافه انتخاباتو غوښتنه کوي او وايي چې له انتخاباتو وړاندې دې د عدليې او پوځ په ملاتړ يو عبوري حکومت جوړ کړل شي. خو پاکستان چې د پوځي ډکټېټرشيپ يا امريت تاريخ لري د قادري دغه خبرو په ياد هېواد کې اندېښنې رامنځ ته کړې او موجوده حکومت او اپوزيشن پاکستاني ولس ته د دې خبرې باور ورکوي چې هيڅوک هم د راروانو انتخاباتو او جمهوري عمل په لار کې خنډونه نه شي اچولی.

ځنې پاکستانيان په دې عقيده دي چې قادري د پوځ په وينا دا هرڅه کوي. خو نوموړی دغه تورونه ردوي.

طاهرالقادري دړکه ورکړې که د ده د انتخاباباتي اصلاحاتو غوښتنه ونه منل شوه نو دی به د خپلو زرګونو پلويانو په وسيله اسلام اباد کې خپل احتجاج جاري ساتي.

خو د پاکستان د کورنېو چارو وزير رحمان ملک ويلي دي دوی به هيڅکله هم د قادري دغه غېرآيني غوښتنې ونه مني. رحمان ملک وايي د اسلام اباد اوسېدونکي ويره لري چې کېدای شي د لانګ مارچ ګډونوال د دوی په کورونو حمله وکړي.

د نوموړي په خبره هغه ته داسې مالومات هم ترلاسه شوي دي چې د پاکستان طالبان نن د ګل په ورځ د قادري په لانګ مارچ د حملې پلان لري.

د حکومت د تنقيد باوجود طاهرالقادري د ولس د هڅولو لپاره د ټي وي په اشتهارونو په لاکونو روپۍ مصرفوي.
د طاهرالقادري وياند سي اين اين ته ويلي دي که دوه ورځي وي او او که ديرش ورځې دوی به تر هغو په اسلام اباد کې موجود وي ترڅو د دوی غوښتنې نه وي منل شوې.

XS
SM
MD
LG