د لاسرسي ځای




د تحريک منهاج القراآ ن مشر ډاکټر طاهر القادري د پاکستان له لاهور ښار نه له خپلو زرګونو پلویانو سره یو ځای په یو احتجاجي لاریون اسلام اباد ته روان دی. نوموړى د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه کوي .

قادرې موجوده حکومت په درغلیو تورن کړی او په راروان سپرلي کې یې په پاکستان کې له کېدونکو انتخاباتو مخکې په دغه عمل کې د مهمو بدلونونو غوښتنه کړې ده.

په سلګونو موټرونه، بسونه او لارۍ چې د د وو زرو په شا او خوا کې کسان په کې سپاره ول پرون د اتوار په ورځ له لاهوره روانې شوې.

تمه ده چې اسلام اباد ته په لاره به له کلیو او ښارګوټو نه د تیریدو په وخت د دې احتجاجي کاروان د ګډونوالو شمیر تر پنځلس زرو پورې ورسیږي. دوی به نن اسلام اباد کې لویه غونډه کوي.

له لاریون کوونکو سره د یو شپیته کلن محمد طاهر قادري تصویرونه او بیرغونه دي او یو شمیر یې د انقلاب نارې وهي .

قادري چې په کېنېډا کې له کلونو تیرولو وروسته تیره میاشت پاکستان ته ستون شوی، اسلام اباد پرې تور لګولی چې غواړي انتخابات ګډ وډ کړي خو قادري دا تورونه رد کړي دي .

XS
SM
MD
LG