د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس مې روغتیا ښه ده. اسدالله خالد




د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس اسدالله خالد چې دا مهال د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي چې روغتیايي وضعه یې په ښه کیدو ده او ډېر زر به خپل هیواد ته ستون شي.

د افغانستان د ملي امنیت ژوبل شوی مشر اسدالله خالد د خپلې روغتیا په اړه څرګندونې په هغه ویډیويي پیغام کې کړې، چې د ولسمشر کرزي دفتر خپره کړې وه .

اسدالله خالد په دغه ویډیويي پیغام کې له هغو افغانانو مننه کړې چې له ده سره یې خواخوږي ښودلې.

اسدالله خالد د تیر دسمبر میاشتې په لومړیو کې د یو داسې کس لخوا په ځان وژونکي برید کې سخت زخيې شوی وو، چې ویل کیږي د سولې د پیغام وروړنکي په نوم یې ځان اسدالله خالد ته رسولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG