د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې درنا ختم، ګورنر واک نافذ




په کوټه ښار کې هزاره ګانو له هغه وروسته خپله درنا(ناسته) ختمه کړه چې د پاکستان وزير اعظم راجا پرويز اشرف بيګا ناوخته په بلوچستان صوبه کې د ګورنر راج اعلان وکړ، او د وزير اعلی نواب اسلم ريساني اتحادي حکومت او کابينه يې برطرفه کړه.

وزير اعظم تيره شپه هغو شییعه هزارګانو سره د غمرازي لپاره کوټی ته ورغلي وو چې د احتجاج په توګه يې د خپلو هغو لسګونو مړو ښخولو نه انکار کړی وو چې تيره اونۍ په دوو پرله پسې بمي چاودنو کې وژل شوی ول . پر دې موقعه وزير اعظم وويل.


((د ټولو مشورو نه پس موږ دې نتيجي ته رسيدلي يو چې په ټوله بلوچستان صوبه کې د پاکستان د آیين د ۲۳۴ ارټیکل له مخې د ګورنر واک اعلان وکړو، او په دې سره به په صوبه کې د ګورنر واک عملي شي.))

اوس به د صوبي انتظامي اختيار له ګورنر نواب ذولفقار مګسي سره وي، د وزير اعظم په دغه اعلان د صوبې حکومت کې اتحادي ګوند جمعيت علماء اسلام سره اړه لرونکو غړو ناخوښي څرګنده کړې. او دا یې بې ځاېه ګام بللی دی.


په دغه موقعه د شيعه هزاهګانو مشرانو وزير اعظم ته وويل چې تر دا مهال د دوی ۱۱۰۰کسان په بيلو بيلو بريدونو کې وژل شوي دي.

وفاقي حکومت له هغه وروسته د صوبايي حکومت د ړنګولو پرېکړه وکړه چې د تېر زیارت په ورځ په کوټه کې په یوه ځانمرګي برید او دوو بمي چاودنو ګڼ خلک چې اکثریت یې هزاره ګان وو مرګژوبله واړوله. تر ټولو زیاته مرګ ژوبله پر علمدار سړک له دوو پرله پسې بمې چاودنو واوښتله،چې پکې یو۸۱ کسان ووژل شول، او شاوخوا ۱۲۱ ژوبل شول. تر دې وړاندې په باچا خان څلور لاره کې یوې بمې چاودنې ۱۱ کسان ووژل او ۲۷نور یې ژوبل کړل.

د وژل شویو کسانو کورنیو او خپلوانو د ښار پر سړکونو درنا ورکړه او غوښتنه یې کوله چې تر هغو به د خپلو خپلوانو مړي خارو ته نه سپاري چې صوبايي حکومت له مینځه نه وي تللی، د کوټې ښار امنیت پوځ ته نه وي سپارل شوی او د وسله والو ترهګرو ډلو پر خلاف د عملیاتو ډاډ نه وي ورکړل شوی. د تيرې اونۍ د بمي چاودنو پړه لشکر جنګوي وسله والې پر غاړه اخستي وه.

XS
SM
MD
LG