د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خانانو له کورونو ویستلې یو"


نيازاحمدخان مشال راډيو

سوات : د سوات مينګورې ښارنه ۶۰ کلوميټره لرې پرته غريزه سيمه چپريال يوه کورنۍ وایې، چې د کلې خانانو د پوليس په مرسته د هغوي شپږ کورونه سره د اسبابو سوزولې او اوس د دوی سره د اوسيدو ځای نیشته. دغه خلک وایې په سخته یخنۍ کې د سختو مسلو سره مخامخ دي، چې د سر پناه نه لرې.

د دغه کورنۍ یو مشر شمشاد خان وایې چې د کلې خانانو دهغوي کورونه او مال اسباب ټول سوزولې ، دوی پولیسو ته هم ورغلې څو په اړه یې هیڅ ندي شوې. او ځکه د سوات د پريس کلب مخې ته سره د وړو ماشومانو په احتجاج مجبوره دي.

دغه کوړمې يو زنانه طاليمنه وایې چې دوی د عدالت نه ډګري هم راخیستې، ولې پوليس د دوی مرستې نه کوي ، او زیاتوی د کور دوه نجونې یې هم بې درکه دي او د څاورو ګيا يي هم سوزيدلې ده.
اوس دوی په يخ کي په تنبو کښې ډير په تکليف وخت تيروي . دغه خلکو چې په لاسونو کې په اردو ژبه کې لیکل شوې کتبې هم نیولې وې پکې د پاکستان د حکومت او عدلې نه د انصاف غوښتنه هم کړې وه.

په دغه اړه د سوات پوليس مشر ډي پي او ګل افضل خان اپريدی وایې ، چې دغه کورونو مالکان نور خلک دي، او په دغه عدالت ډګرۍ جاري کړې، نو ځکه دوی اوس په دې لړ کې څه نشې کولی.
پولیس چارواکې وایې باید دوی عدالتونو ته ولاړ شي، او هلته د خپل حق لپاره اواز پورته کړي.

بلخوا د کورونو نه ایستل شوې کورنۍ دا هم وایې ، ماشومان یې ناجوړه شوې دي، او په موجوده وخت کې هیڅ سرپناوې نه لرې.
XS
SM
MD
LG