د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالې وزیرستان کې ۱۲عسکر په یو برید کې وژل شوې


د شمالي وزيرستان په دوسلي تحصيل کې پر ميرانشاه - رزمک سړک يو ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې خوا او شا ۱۲پاکستاني عسکر وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي .


مشال راډیو ته د استخباراتي ادراې يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د دې شميرو د تایید تر څنګ ويلي چې پيښه نن په دغه سیمه کې شوي ده.

د سیمې نه رارسیدلې رپوټونه وایې د پوځ په دغه کانوای په وسلوال برید کې د وژل شوو عسکرو شمیره ۱۲ ته رسیدلې ده. سیمې ته پوځ د هیلې کاپټرو له لارې رسیدلې ، او د پیښې په ځایې کې سیکیورټې هم سخته کړل شوې ده.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې پاکستان تحريک طالبان د يو پيمفليټ په ذريعه ويلي وو چې دوی په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه نه کوي. په دغه سيمه کې تېره هفته د ووه کسانو مړي موندل شوي وو، چې له تشدد وروسته په ډزو وژل شوي وو. د ځايي خلکو په وينا دا د طالب وسله والو مړي وو خو چارواکو د دې خبرې پخلی نه وو کړی.
د پیښې د پړې په اړه تر دې دمه څه ندي وییل شوې.

بلخوا په کورمه ایجنسۍ کې د سړک غاړی په يوه بمي چاودنه کې يو تن مړ شوی او نهه نور ژوبل شوي دي.


د پوليټکل انتظامې د چارواکو له مخې دا پيښه نن سهار هغه وخت رامخې ته راغله، کله چې د سورلو يو ګاډی له پاڼه چيناره د پيښور پر لور روان وو چې په صده سیمه کې په زمکه ښخ بم باندی وروښتو . د پېښې وروستو امنیتی سرتېرو سیمه په خپل ولقه کې اخستی او د لټون عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG