د لاسرسي ځای

ظفر کریمې مشال راډیو

کراچۍ : د جنورۍ لسمه شپه وه ـ که څه هم نن شپه د سمندر له غاړې یخه او مالګینه هوا د سپرهایي وی سړک په غاړه د حسن خان د ولاړې جونګړې په لور نه رالوته خو د تېر په څېر سږ کال هم د ژمي په دغې میاشت کې د کوټې او کندهار لخوا د کراچۍ په لور رالوتونکې هوا ښه سړه او په زور کې وه.

کیدای شي د هوا دې سوړوالې د ښار د ځینو خلکو لپاره د سوپ د شړپ وهلو او ګرمو خوراکونو ته د خوند او "انجوایي منټ" زمینه برابروله خو د حسن خان په دیره کې میشتو زلمو دا هوا د خپلو ځانونو لپاره نیک فاله نه ګڼله ،او څنګه به یې ګڼلې وې یو خو د دوی د لرګو څخه په جوړې جونګړې پورې دومره خزلې نه وې تپل شوې چې ددغې هوا مخنیوی وکړي او بل ددوي خیرنو او نرو کمبلو هم ددې توان نه لرلو چې د سړې هوا په مخ کې دیوال شي ـ

نن د دیرې ټول مزدوران سفورا ګوټ ته تلي و ـ تر ماښامه یې کودالې او بېلچې وهلی وې او پنځه پنځه سوه روپۍ یې ګټلې وې ـ ټولو په خله څه نه ویل خوډیر خوشاله ښکاریدل.

د شپې په ترږمۍ کې د حسن خان د ېرې ټول مزدوران د ټولګو په شکل کې ناست و ـ چا ډوډۍ خوړله ، که چا ډوډۍ خوړلې وه نو هغوي مونځونه کول او چا د نږدې کیکرو لاندې په زړه زړه کې ((مساپري سخته خواري ده )) ټپې وییلې او ټول پوهیدل چې نن که څه هم ډېر ستړي ستومانه دي خو خوشاله ضرور دي ـ

په دغه وخت کې په دې شاړه میره کې د معمول برعکس په دریو موټرسایکلو ناست شپږ کسان د حسن خان جونګړۍ ته ورسیدل ـ او په ناستو مزدورانو یې ډزې شورو کړې ـ وژونکو به یو خوا بل خوا ته بیټرۍ رڼا کوله او که رڼا به د کوم مزدور په بدن ولګیده نو بیا به د ټوپک ګولۍ د هغه په وجود پورې نښتې وې ـ

یو..... دوه ...... درې ..........اته مزدوران په ډزو ولګیدل .

چې پکې عثمان،زاهد،حیجاب ،فریدالله او ظاهر شاه ځایې په ځایې مړه شول ـ او درې نور سختژوبل شول. نور مزدوران نږدې د کیکرو ازغنو ونو ته ننوتل. چې ډزې کرارې شوې. زخمیان او مړي یې راپورته کړل او د شګې په باروړونکي ټرک کې یې واچول او هسپتال ته یې ورسول.

په رسنیو کې خبر خپور شو. ټي وي چینلونه چې په دغه وخت کې د یو بهر میشتې سیاستوال لخوا د سیاسي ډرون د حملې په موضوع په څیړونو بوخت ول ، خپلې خپرونې یې وځنډولې. بریکنګ نیوز یې خپاره کړل ـ د ټولو ټي وي چینلونو ګمان و چې وژنه به خامخا سیاسي او یا فرقه ایزه بڼه لري، ځکه چې یو دوه نه ،پوره اته تنه په نښه شوي دي ـ خو څو دقیقې روسته مالومه شوه چې وژل شوي کسان د کوم سیاسي او یا مذهبي ډلې خلک نه دي ـ بلکې مزدوران وو.

او داسې مزدوران چې ددغه ښار په ابادولو کې خو د ځانه خوله اوباسې خو پخپله د ښار نه څو کیلومیټره بهر د سپر هایي وی په غاړه اوسیږي ـ هغه مزدور چې د ښار د رڼا کولو لپاره خو د بجلۍ تارونه او ستنۍ نالوي خو پخپله په جونګړه کې د بجلۍ پرته په شکر او صبر ژوند تیروي.

کله چې د میډیا چارواکو ته هم ددې مالومات وشو نو بیا یې خپلې خپرونې د سیاسي ډرون حملې په اړه بحثونو ته ځانګړې کړې ، او ځینو بیا د اسلام اباد په لور د طاهرالقادري لاریون دبحث موضوع وګرځوله ـ
د پېښې شپه تېره شوه ـ سهر شو د کراچۍ ښار د تل په شان خلاص دی.
په سړکونو ټریفک د بلې ورځې په پرتله زیات دی او هغه ځکه چې نن په بلاول هاوس کې د ولسمشر سره د یو شمیر مشرانو غونډه ده. پولیسو د جونګړې د مزدروانو د وژنې په اړه "پلټنې" شورو کړي دي ، خو د شازیب قتل کیس په شان نه ــ پولیسو په پلټنو کې نه خو پرمختګ کړی دی او نه محکمو ته په سپر هایي وې د ترسره شوې پېښې مالومات شته ، چې سوموټو ایکشن پرې واخلي.

درې واړه زخمیان په جناح هسپتال کې بستر دي ـ ډاکټران وایي روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی ـ د یو زخمي نعیم سر ته د هغه د ترور زوي او له دغې حملې ژوندې راوتلې اتلس کلن رحمان ناست دی.

رحمان بیګا ټوله شپه خوب نه وو کړی. د ببر سر،سختو او کلکو لاسونو دې مساپر لکه چې د ماسپخین ډوډۍ یې نه وي خوړلي. لږ ساعت د کیناستو وروسته مې رحمان ته د دلاسې لپاره یو څو لفظونه وویل، رحمان هم په اطمنان سره جواب راکړو ، مونږ مرګ له پیدا شوي یو .

د پنځه واړو وژل شوو ځوانانو مړي د کرایې په بس کې د مومندو ایجنسۍ په امبار سېمه کې د اولۍ په نامه کلي ته لېږدول شوي دي. که موټر ټکر او یا خراب شوی نه وو، نو ټیک ۲۸ ساعته روسته به د ترهګرۍ څخه چور چور پښتونخوا د کراچۍ څخه رالیږل شویو د ۵ نورو زلمو بچو جنازو ته غېږ ورکړي وې.

د کراچۍ هم عجیبه ښار دی ، کله کله د یو تن په وژل کیدو درې ورځې تړل شوي وي او کله بیا د پنځه چنار چنار ځوانانو په راپریوتو یې ټنډه ښه ازاده وي ـ خېر دې ته به ددې ښار ځانګړی کلچر ووایو ـ انسانان خو یو شان انسانان وي خو دا به مونږ په سیاسي او غیرسیاسي تقسیم کړو.

په پښتون او غیرپښتون به یې وویشو ، خو زه به یقین سره وایم ، که دغه پنځه جنازې په یو ځایې اولۍ کلي ته رسیدلي وي نو د عثمان زړې مورکۍ ،د زاهد میرمنې ،د حیجاب خور،د فریدالله چنغلی او د ظاهر شاه وړو وړو او اوس اوس یتیمو شویو بچو به د خپلو مړو د کټونو په بازوګانو خلې لګولي وي او په ژړا او په سلګو کې به یې ویلي وي چې دا چا ؟ ولې ؟ په څه ؟ دوي خو خپلې مزدروۍ ته تلي و ـ دوی خپلې غریبۍ په مساپرۍ ته کولو مجبوره کړي وو ـ

اسمانه کړنګ وهه رالویږه
په ما قیامت دی چې په ټولو قیامت شینه

XS
SM
MD
LG