د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ریل سټیشن جوړیږي


ننګرهار : د ننګرهار د ګمرک چارواکي وايي پلان لري،چې د غازي امان الله خان ښار ګوټي ته مخامخ په یونیم زر جریبه ځمکه کې د ننګرهار د ګمرک لپاره ودانۍ او د ریل ګاډي سټيشن جوړ کړي.

د ګمرک رييس احسان الله کاموال د مشال ازادي څانګې ته وویل،چې دغه ځمکه يي د کرنې له وزارت نه اخیستې او دوی خپل لومړني کارونه پيل کړي دي.

د نوموړي په خبره دا سټیشن به یو تجارتي مرکز وي،چې له تورخم او شمال نه راتیریدونکې پټلۍ له لارې به ریل ګاډي دلته خپل مالونه تبادله کوي او هم به ګمرکي محصولات دلته ترسره کیږي.
(( د پارک صنعتي تر څنګ یو نیم زر جریبه ځمکه،چې په زر جریبه ځمکه کې به ګمرکات جوړیږي او په پینځه سوه جریبه ځمکه کې به ریل سټيشن جوړیږي او هغه مالونه،چې شمالي نه راځي او یا له تورخم نه راځي دلته تبادله کیږي)).

دی وايي په دویمه مرحه کې به دوی د ګمرک او ریل سټیشن لپاره زیربنايي کارونه وکړي او په دریمه مرحله کې به پر ودانۍ کار پیل شي.

خو د کار موده يي نه ده، څرګنده،چې په څومره وخت کې به دا پروژه بشپړه شي.
د کاموال په خبره ددې پروژې لپاره نړیوال بانک شل میلیونه ډالره ځانګړي کړي،چې په بشپړیدو سره به د سوداګرو هغه ستونزې،چې په لارو کې مالونه لوټ کیږی،یا تغیرجنس کیږی ټولې آوارې شي.

(( زیاتره وخت زموږ د سوداګرو مالونه په لارو کې تغیریږي یا لوټ کیږی نو کله،چې په ریل کې مالونه راشي،دا ستونزه به حل شي او بل سوداګرو ته به ډير اقتصادي هم تمام شي)).
د ګمرک او ریل سټیشن لپاره د غوره شوې ځمکې سره خوا کې صنعتي پارک هم جوړ شوی دی،چې سوداګر به وکولی شي،چې همدلته خپل مالونه ګمرک او بیا په ډيره اسانه صنعتي پارک ته يي انتقال کړي.

ټاکل شوې ده،چې دا ریل پټلۍ به له دې ځایه نیولې د پاکستان تر کراچۍ بندره پورې غځول کیږي او ځينو سیمو کې،چې دا پټلۍ شته هغه به يوازې ترمیم کړي.
شاه محمود شینواری جلال اباد
XS
SM
MD
LG