د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د وسلوالو سره په خبرو به د پاکستان مسله هواره شي؟


سرچینه: ایکسپریس ټرایبیون
ژباړه : اسرار عالم مومند

پراګ: پرويز هود بهايي په خپله يوه مقاله کې ليکي د تېر کال د دسمبر په ۳۰ نېټه طالبانو يويشت د لېوي اهلکار له پيښور سره نږدی په يوه کرکټ ګراونډ کې په قطار کړل او بيا يي وژل ، طالبانو د امنيتي اهلکارو د خوشې کولو په بدل کې د پيسو اخستو څخه انکار وکړو او د دوي غوښتنې په مکمکله نظرياتي وې ، دوي غوښتل چې حکومت په هېواد دننه د دوي د خوښې اسلامي نظام نافذ کړي او له امريکا سره اړيکې په بشپړه توګه وشلوي او د خلافت نظام دې بحال کړی شي.

ليکوال وايي د دغه وژونکو يعنې طالبانو او وژل شوو امنيتي اهلکارو يو مذهب وو ، يو شان به يي روژی نيولي وي او مونځونه به يي هم يوشان کړي وي، خو طالبان د اسلامي جمهوريه پاکستان حکومت غېر اسلامي ګڼي او د هېواد امنيتي سرتيري يي وجب القتل ګرځولي.


ليکوال وايي دا مهال دری لارې دي، ړومبۍ دا چې طالبان حکومت ته تسليم شي دويمه دا چې له دوي سره خبری وشي او اخرۍ خبره دا چې پر ضد يي جنګ وشي.

خو ليکواال وايي د طالبانو د تسليم کېدو له سره سوال نه پېدا کيږي او د ولس د ملاتړ له پراته جنګ ګټل ګران دی، او وس يواځې يوه لار د خبرو پاتې ده خو خبری به ناکامه کيږي ځکه چې وروستۍ اونۍ د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسود ويلي وو د وسلو غورځولو پراته به مزاکرات کوي. ليکوال وايي وس يواځنې لار دا ده چې خبری له مضبوط پوزيشن څخه وشي.

وسله وال طالبان دومره سخت دريزه دي چې خپل خلک يي هم ووژل ، د پوځ پخوانې جرنېل چې د طالبانو ملاتړ کونکې وو هيڅ وس يي نه رسېدو چې د طالبانو له ولقې څخه خپل ملګری کرنل امام او خالد خواجه راخوشي کړي. دغه رنګ د جماعت اسلامي په پخواني مشر قاضي حسېن احمد باندی ځان مرګي بريد وشو. همداراز د جميعت العلما اسلام مشر مولانه فضل رحمان چې د طالبانو پلار ګڼل کېدو څو واری پری ځانمرګي بريدونه شوي دي.
خو تر ټولو زيات زيان پوځ ته رسېدلې چې په زرګونو سرتيري يي وژل شوي دي .
زياتره پوځيان داسې وژل شوي چې تشدد پری شوی وي او دا ټول د اسلام په نامه وژل شوي. پاکستان پوځ چې ځان ته د خدی آرمي وايي د ۱۹۸۰ کال راهيسې يي دا مشن دی چې د پاکستان د نظرياتي پولو حفاظت به کوي . د پاکستان پوځ په ګرين بوک يا شين کتاب کې دا خبره ده چې د پاکستان وجود او بقا په صحيي مانو کې د اسلام په عملي کېدو تکيا کوي.
خو وس تحريک طالبان پاکستان وايي په صحيي مانو کې هغوي د اسلام پوځ دی.

او همدغه وجه ده چې کوم پوځيان له طالبانو سره په نښتو کې وژل کيږي هغوي زياتره پټ په پټه خاورو ته سپارلې شي خو چې کوم له هندي پوځيانو سره په جګړه کې وژل شي هغوي ته د شهيد درجه ورکول کيږي.

ليکوال هود بهايي په اخره کې ليکي د ترهه ګرۍ ضد جګړه کې د پوځ د ناکامه کېدو وجه د هوډ او سټراټیجۍ کمزوري ده.

ځکه چې په ښکاره د ډرون بريدونو ملاتړ نه کيږي ، بله پوښتنه دا ده چې ولې د خبريال سليم شهزاد په څير خبريالان وژل کيږي چې د پوځ دننه يي د هېواد دښمنان په ډاګه کړل.
په مشکوکه توګه د دفاع پاکستان کونسل راپورته کيدل او بيا له منځه تلل ، د ناټو ټانکرو پر وړاندی لاری بندول او بيا پرانستل او نوری داسې يوشمېر خبری هيڅ مانه نه لري، پرته له دی چې يواځې هغه خلک مضبوطول دي چې د هېواد ولس او پوځ وژني.

کچری پاکستان امن غواړي نو بايد چې د هند پرضد نفرت ختم کړي او د کشمير مسله کشمېريانو ته پريږدي چې څه رنګه يي هغوي حل کول غواړي هغه رنګ دی حل کړي. او دارنګ د پاکستان پوځ يواځې د دغه هېواد ځواک جوړ شي نه چې د خدای آرمي.
XS
SM
MD
LG