د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې او سوات ناامنیو سخت اندیښمن کړې یو


غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: د خیبر بښتونخوا صوبایې اسمبلۍ په کوټه او سوات کې په وروستیو د بد امنۍ په پیښو اندیښنه ښودلې او دغه یې په سختو ټکو غندلې دي.

اسمبلۍ ته پخپله وينا کي د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وويل چي په سوات ،کوټه او کراچۍ کې د ترهګرئ د تازه پيښو په شا بل داسي ناڅرګنده قوت دی ، چي د وسلوالو سره د مذاکراتو بحير ته زيان رسول غواړي.

د اسمبلئ په غونډه کي د خپلو دې څرګندونو په لړ کي د صوبي د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل ((داسي ښکاري چي کله نه مونږ د مزاکراتو پيشکش کړيدی، او دغه نورو وسلوالو په مشروط تور قبول کړيدی نو ځینې قوتونه دا ماحول خامخه خرابول غواړي، خو دا کوم قوت دی او څنګه دی، په چا الزام لګول نه دي پکار، خو دا به د پلټنو وروستو مالومیږي، زمونږ لومړيتوب مزاکرات دي که سل ځل يا زرځل وي خو کچيري په مزاکراتو مسئلي نه حل کيږي نو په دويم اپشن به بيا غور کوو))

د صوبایې اسمبلئ غونډي ته پخپله وينا کي نګهت اورکزئ بي بي په سوات تبليغي مرکز کوټه او کراچئ کي د ترهګرئ تازه پيښي په سختو ټکو وغندلې، نوموړي وويل،

((دا
د بهر نه بلکې له دننه يو سازش دی، دا خو مونږ ټولو خلکو ته پته ده چي دا فعاليتونه څوک کوي،او څوک زمونږ ملک بې ثباته کول غواړي،زه به د طالبانو نوم نه اخلم، خو ځه ترهګرو ته وايم چي د ترهګرئ نه لاس واخلي او د خبرو ميز ته کيني اود پاکستان د بي ګناه ولس وينه تویول بند کړي))

د صوبي د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل چي د ترهه ګرئ د ستونزي د حل د لارو چارو لټولو لپاره به عوامي نيشنل ګوند ټول ګونديز کانفرنس راغواړي او په دې اړه یې د سیاسې ګوندونو سره د خبرو لړۍ هم پیل کړې ده.

میا افتخار وایې ، تر دي دمه د ترهګرئ په لړ کي د ټول ګونديز کانفرنس لپاره د پيپلز ګوند،مسلم ليګ (ن)، جمعيت علماء اسلام (ف) او جماعت اسلامي سره د عوامي نيشنل ګوند مشرانو رابطې پیل کړې دي، او دغه يادو ګوندونو هم په دې اړه د یو کنفرنس د رابللو مرسته کړې .

XS
SM
MD
LG