د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا مرستې به افغانان هیرې نکړي


د افغانستان ولسمشر د امريکا د څلورورځني سفر په ترڅ کې د رسمي ليدنو کتنو ترڅنګ پرون په واشنګتن کې جورج ټاون پوهنتون ته ورغي او هلته يې وينا وکړه.

حامد کرزي وويل، د دواړو هيوادو ترمنځ ګډ سفر د تيرو کلونو په ترڅ کې کله داسې وو چې هيلې په کې ترسره نه شوې، نو واضحه ده ، چې په داسې حالت کې شکايتونه پيدا شي.

افغان ولسمشر زياته کړه، چې د امريکا په رسنيو کې له شکايتونو خبر دي او د امريکا خلکو ته هم د ده شکايتونه وررسيدلي دي. خو دغه اړيکي به دوام کوي، ځکه چې نژدې روابط او د افغانستان او امريکا تر منځ مشراکت تل د افغانستان په ګټه دي:


″ راتلونکې په يقين سره موږ ته ښه ده؟ په دې لاره کې خطرونه شته؟ موږ وړاندې تګ ته ډاډه يوو؟ دا مشارکت به ګټور وي؟ هو همداسې ده.″

ولسمشر کرزي په خپله وينا کې همداراز څرګنده کړه، که دي د امريکا او اروپا تلويزيونونو ته ځير شي او د هغوي له نظره د افغانستان په اړه قضاوت وکړي؛ نو دا به يو ناورين وي او هيلې به يې خاورې شي، خو د ده په باور د افغانستان وضعيت دغه ډول نه دی.


″پرته له څه شکه افغانستان په سمه لاره روان دي. دوه زره څوارلسم کال يو ښه کال دي او تر هغه وروسته کلونو نور هم ښه دي.″

حامد کرزي زياته کړه، که دا پوښتنه وشي، چې افغانستان به امريکا څرنګه يادوي نو زه وايم، چې افغانستان ته امريکا داسې يادوي، چې له افغانانو سره يې مرسته کړې او دا به افغانان هير نه کړي، چې امريکا له دوی سره ډير کومکونه کړې دي.

د جورج ټاون په پوهنتون کې په خپله وينا کې ولسمشر کرزي د راتلونکې په اړه وويل؛ د افغانستان او امريکا تر منځ له ننه وروسته دا اړيکي وړاندې درومي، غښتلي کيږي او پخې کيږي.

افغان ولسمشر زياته کړه، چې هيواد يې په سيمه کې د امريکا ګټې درکوي او امريکا هم په سيمه کې د يوه پخواني او ښه عنصر په توګه افغانستان پيژندلي دي. حامد کرزي بيا وويل، امريکا پوهيږي چې افغانان د خپلې ټولنې خپله لاره، خپل عادتونه او خپل قوانين لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG