د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولټاکنو لپاره په قبايلي سيمو کې اصلاحات



اسلام آباد کې د يوې غېر سرکاري ادارې NDI يا نشنل ډېموکرېټک انسټي ټيوټ تر سېوري لاندې د سياسي ګوندونو يوه غونډه وشوه چې په کې نژدې لسو سياسي ګوندونو ګډون وکړ.

د غونډې مقصد د قبائيلي سيمو پر حالاتو او راتلونکيو ټولټاکنو لپاره پر تجويزونو غور کول وو.

په غونډه کې غوښتنه وشوه، چې نادرا دې د فاټا خلکو ته ژر تر ژره شناختي کارډونه جوړ کړي او د هغوی د ووټونو اندراج دې وکړل شي. په کېمپونو کې دې د مېشتو کډوالو د ووټ اچولو بندوبست وکړل شي. او د ملک د نورو برخو په رنګ دې قبائيلي سيمه کې هم د عدليې تر نګرانۍ دې اليکشن وکړل شي. او په غونډه کې دا غږ هم وشو چې سیاسي ګوندونه دې په قبایلي سیمو کې خپلې سیاسي دورې پیل کړي چې په خلکو کې د ووټ اچولو او انتخاباتو په باب سیاسي شعور پوخ کړل شي.

د ترهګرۍ له لاسه بې کوره شويو خلک چې دا مهال په کيمپونو کې ژوند کوي، آيا ممکنه ده چې د هغوی لپاره د ووټ اچولو بندوبست وشي.؟ په دې اړه چې کله مشال رېډيو د آفاتو د نظم صوبائي ادارې يا PDMA سره تماس ونيولو نو د ادارې وياند عدنان خان وویل چې دوی په دغه اړه يوه مياشت وړاندې الېکشن کمیشن ته خط لېږلی دی او هر کله چې دوی ته وویل شي نو دوی به دا انتظامات په ښه شان وکړي.

د ټولټاکنو لپاره وړاندې کړل شویو وړاندیزونو باندې د عملدرامد لړ کې د قامي وطن پارټۍ د قبائيلي سيمو صدر اسد آفريدۍ مطمن نه ښکاري ، د ده وينا وه چې د تيرو څو کالو راهسې داقسمه غونډې کېږي او تجويزونه پکې مخې ته راځي خو تر اوسه پورې په يو هم عمل نه دې شوې. او موجوده حالاتو کې هم دا ډېره ګرانه ده چې په دې تجويزونو عمل وشي.

په غونډه کې عوامي نېشنل ګوند، پيپلز ګوند مسلم ليګ ن، مسلم لیګ ق، جماعت اسلامي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، او قامي وطن ګوند په شمول لسو سياسي ګوندونو ګډون لرلو او دوی په متفقه توګه یو قرارداد منظور کړل چې د یوه لیک په بڼه یې ولسمشر، اليکشن کمیشن او د خېبر پښتونخوا ګورنر ته واستولی.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG