د لاسرسي ځای

لخدار براهیمي د شام په سیاسي حل پسې راوتلی




د شام لپاره نړیوال استازی لخدر براهیمي په دې هیواد کې د ولسي جګړې لپاره د یو سیاسي حل پر را اېستو د روس او امریکا له لوړپوړو ډپلومېټانو سره خبرې اترې پیل کړي دي.

لخدر براهمي دا خبرې اترې د سوټزرلېنډ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د روس د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر میخایل بوګدانوف او د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ولیم برنز سره پېل کړي دي.

دا مشران به پر دې ږغیږي چې په شام کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یو متحد نړیوال دریځ رضامندي رامنځ ته کړل شي.

د سویټزرلېنډ په جنیوا کې تر نني ملاقات وړاندې د شام حکومت لخدر براهیمي پر دې وغاندی چې د هغوی په وینا د شام له رژیم سره ښکاره تعصب لري.

د چارشنبې په ورځ لخدر براهمي وویل ، دی فکر نه کوي چې ولسمشر بشارلاسد دي په هغه لنډمهاله حکومت کې ونډه ولري چې ممکنه ده په شام کې د سولې له تړون سره رامنځ ته شي.

روس او امریکا د شام د بحران په اړه په نظرونو کې ژور اختلاف لري.

XS
SM
MD
LG