د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او کرزی د جګړې پر ختمولو غږېږي





په پام کې ده، چې ولسمشر حامد کرزی نن د امریکا په وخت ماسپښین له خپل امریکايي سیال باراک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

له کتنې وروسته به دواړه مشران په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړي خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، ولسمشر اوباما به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د راتلونکي پړاو یا له 2014 کال وروسته د پاته کېدونکو پوځیانو د شمېر په اړه هېڅ ونه وايي.

د امریکا پوځي قوماندانان سپارښتنه کوي چې د شپږزرو او پنځلس زرو ترمینځ سرتېري باید د تروریستانو د ځپلو او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې پاته شي خو سپینه ماڼۍ چې د امکان ترحده د لږو سرتېرو د پاته کېدو پلوي کوي، وايي ولسمشر اوباما د 2014 کال ترپایه ان د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو د طرحې منلو ته هم چمتو دی.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مرستیال سلاکار بېن رودېس وویل، چې د ولسمشر یو انتخاب ښايي د ټولو سرتېرو اېستل وي.


د سرتېرو د شمېر پر مسالې سربېره تمه ده چې دواړه ولسمشران به د افغانستان د راتلونکي کال د انتخاباتو او همداراز د سولې د هڅو په اړه هم خبرې وکړي.

له اوباما سره تر نننۍ پلان شوې کتنې مخکې ښاغلي کرزي پرون د امریکا له دفاع وزیر لېون پنېتا او د بهرنیو چارو له وزیرې هیلیري کلېنتن سره وکتل.

پنېتا دا کتنه مهمه وبلله او ویې ویل چې له اوباما سره د نننۍ غونډې اصلي محور به له کرزي سره د ده پرونۍ خبرې وي:

"دا به سمه وي که ووایم چې موږ د خپل بحث د ټولو مهمو مسایلو په برخه کې ډېرښه پرمختګ وکړ. زه باور لرم چې زموږ کتنه به له ولسمشر اوباما سره د ولسمشر کرزي د بحثونو اصلي چوکاټ وي."

د سپېنې ماڼۍ چارواکي وايي، چې ولسمشرکرزي او مېرمن کلېنټن په خپله پرونۍ کتنه کې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي انتقال، د سیمه ایزو مسایلو او د 2014 کال د انتخاباتو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

مېرمن کلېنټن پرون د بهرنیوچارو په وزارت کې افغان ولسمشر ته غرمنۍ مېلمستیا کړې وه چې دفاع وزیر لېون پنېتا او د ملي امنیت سلاکار ټام دونېلون هم پکې حاضر وو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG