د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان تاوتریخوالې کې ښکېلې ډلې





په بلوچستان او په تېره په مرکزي ښار کوټه کې له تېرو څو کلونو راهیسې د تاوتریخوالي او تشدد لړۍ له هغه ورسته زور واخیست چې کله د جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې د هغه په امر په ۲۰۰۶م کال د اګست پر ۲۶مه نېټه د بلوڅانو یو قبایلي مشر نواب اکبر خان بګټي په هوايي برید کې ووژل شول. په صوبه کې روان دغه تاوتریخوالي اوس مختیلفې بڼې اخیستې دي.

په کوټه کې دا وروستۍ چادونې په روان تاوتریخوالي کې تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.

په بلوچستان کې، سوداګر، شتمن خلک، ډاکټران، وکیلان، اقلیتي وګړي لکه کاروباري هندوان د پېسو لپاره تېښتول کېږي. شییعه ګان چې اکثریت یې هزاره توکمي دي پر هغوی په بیا بیا بریدونه کېږي. تر دا مهاله په سلګونه هزاره ګان په فرقه ییزه هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

پوښتنه دا ده چې په دغه صوبه کې ټولې څومره تندلارې وسله والې ډلې دي چې په هدفي بریدونو کې یا هم هغه ځینه چې له پاکستان سرکار سره په جګړه اخته دي.

د مشال خبریال عبدالحي کاکړ دا پوښتنه په کوټه کې د بلوچستان له یوه وتلي خبریال شهزاده ذوالفقار سره څېړلې ده.

شهزاده ذوالفقار وايي، په بلوچستان کې دا مهال درې مهمې ډلې فعاله دي.

یوه د بلوڅانو هغه ډله ده چې د پاکستان سرکار خلاف جنګېږي، چې وايي دوی آزادي غواړي. او د خپلې خپلواکۍ مبارزه کوي.

یوه بیا بله ډله ده چې حکومت جوړه کړېده او د دغه ډلو خلاف چې وايي (دوی د آزادۍ مبارزه کوي) بر ضد جنګېږي. دوی وايي که پوځ په وردۍ کې د پاکستان دفاع کوي دوی په ولسي جامو کې د پاکستان ساتنه کوي.

دریمه هغه ډله ده چې په فرقه ییزه نښتو کې ښکېل ده. دا ډله شییعه ګان یا هزاره ګان ولي.

دا په سر کې درې ډلې دي. خو بیا د بلوڅانو هغه ډله چې ځان ته د خپلواکۍ مبارزان وايي، دا بیا په اتو وړو ډلو کې وېشل شوي دي. چې بلوچستان لبرېشن آرمي، بلوچستان ریپبلیکن آرمي، یونایټېډ بلوڅ آرمي، بلوڅ لیبرېشن یونایټېډ آرمي، بلوڅ لیبرېشن فرنټ، لشکرې بلوچستان، دا هغه تنظیمونه دي چې دعوه کوي، چې دوی د بلوچستان د آزادۍ جنګ کوي، دوی پر پاکستاني پوځ حملې کوي. پر ملېشه ځواکونو بریدونه کوي. د استخباراتي ادارو کسان هدف کوي. دوی عام پنجابيان هم خپل هدف ګرځوي.

شهزاده ذوالفقار وايي، چې دا ټولې ډلې بیا له یو بل سره مرسته او تعاون کوي. د ده په خبره چې په بي اېل اې کې اکثریت د مري بلوڅانو دی. او په بي آر اې کې بیا اکثریت د بوګټی بلوڅانو دی. خو په فرقه ییزه ډلو کې ښکېل لشکرې جنګوي کې تر ډېره د مېنګل قبیلې کسان دي. او بله ډله بیا د جېش اسلام ده چې هغه هم په فرقه ییزه نښتو کې ښکېل ده.

XS
SM
MD
LG