د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پر خونړیو پېښو د سیاسي ګوندونو غبرګون


د کوټې باچاخان چوک کې چاودنه، ۱۱ووژل شول ۲۵ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

د کوټې باچاخان چوک کې چاودنه، ۱۱ووژل شول ۲۵ ژوبل



نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې زیاتره سیاسي او مذهبي ګوندونو د کوټې د پرونۍ بمي چاودنو پر غمجنو پېښو سخته خواشیني او غوسه څرګنده کړې او دا یې د انسانیت پر ضد یو انتهایي ناروا عمل بللی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي صدر عثمان کاکړ په خبره، د بې ګنا انسانانو وژنه له انسانیت سره ظلم دی

٫٫نن ټوله کوټه غمجنه ده. هرې خوا ته خلک وژل شوي دي او زیاتره په کې پښتانه دي.کله مُلا وژل کېږي،کله شیعه وژل کېږي،کله پښتون او کله بلوڅ.آخیر ولي او د څه مقصد لپاره؟ زموږ واکمنان چرته دي. د دې پېښو ذمه واره په مکمله توګه حکومت دی. وزیراعلی او چارواکیو د خپل سر خوندي کولو خوندي کلاګیانې په ځانونو راګرځولې دي او ولس یې ناامنیو او ترهګرو ته پرې اېښی دی٬٬

له شیعه مسلک سره اړه لرونکې هزاره قبیلې مشر او د هزاره ډیموکرېټک ګوند صدر،عبدالخالق هزاره بیا وایي،د یادو ناامنیو پېښو ترشا موخه فرقه ایزه شخړه رامنځ ته کول دي

٫٫خلک د فرقه ایزې شخړې خوا ته د وړلو هڅې روانې دي.خلکو ته پکار ده چې سر په خلاس کړي او د مخنیوي لپاره یې راپورته شي.په تېرو څو کلونو کې داسې پېښو کې یواځي د هزاره قبیلې تر ۹ سوه زیات وګړي وژل شوي دي.خلک پوښتنه کوي چې زموږ حکومت او واکمنان آخیر په څه لګیا دي؟ دوی ته دا څله نه معلومېږي چې برید کوونکي له پېښو وروسته چرته ورکېږي او چرته پوټېږي؟٬٬

د مذهبي ګوند،جمعیت علما اسلام نظریاتي صوبایي صدرومولوي محمد حنیف بیا وایي،اسلام کله هم د بې ګنا انسانانو وژنې اجازت نه ورکوي

٫٫ډېره دردوونکې پېښې شوې دي.له بده مرغه زموږ د وګړیو وینې داسې تویېږي چې حساب یې نشته او مخنیوی یې هم نه په سترګو کېږي .بنیادي توګه د خلکو مال و ځان ساتنه د حکومت ذمه وارې جوړېږي او دلته حکومت په دغه ذمه وارۍ پوره کولو کې مکمله ناکامه شوی دی٬٬

بلوڅ ملت پاله،بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل یو صوبایي مشر او د یاد ګوند مرکزي کمېټۍ غړی،سردارحقنواز بیا په دې نظر دی چې د بلوچستان پرامنه فضا په ناامنیو ککړولو هڅې روانې دي

٫٫د بلوڅ ملت پاله او سیاسي کارکوونکیو په هېڅ موږ د بې ګنا انسانانو وژنه په سختو ټکو غندو او له حکومته غوښتنه کوو چې پلټنې دي وکړي او په داسې پېښو کې شکېل کسان دي د قانون منګولو ته وسپاري.بلوچستان کې پښتانه او بلوڅان په ورورګلوۍ او پُرامنه توګه اوسېږي،خو اوس د دوی د جنګولو ډېر کوششونه روان دي او باېد چې ملت پالې ګوندونو دې لړ کې رول ولوبوي او پوهه خوره کړي٬٬

د پرون،جمعرات ورځې د کوټې خونړۍ پېښې زیاتره سیاسي او ملت پالې ګوندونو غندلې دي او دا یې یو ناروا عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG