د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات تبلیغي مرکز چاودني مړي خاورو ته وسپارل شول


د سوات تبلیغي مرکز چاودني مړي خاورو ته سپارل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

د سوات تبلیغي مرکز چاودني مړي خاورو ته سپارل کېږي


رپورټ نياز احمدخان مشال ريډيو

د سوات له مينګورې سره نزدې پر تخته بند روډ په یوه تبلیغي جومات کې دننه د زیارت په ماښام له یوې درنې چاودنې د وژل شویو ۲۱ کسانو مړي خپلو خپلو کلیوکې خاورو ته وسپارل شول.
د چاودنې ورسته په مينګوره ښار کې امنيتي ګامونه نور هم سخت کړل شوي دي، پر جوماتونو د پوليس څوکۍ لګول شوې دي او لمانځه د تلونکو خلکو تلاشي اخیستل کېږي.

د چاودنې مقدمه مينګوره، رحيم آباد پوليس تاڼه کې درج کړل شوېده چې دا یوه د ترهګرۍ پېښه ګرځول شوېده.

د رحيم آباد پوليس تاڼې چارواکي وايي، تر چاودنې ورسته له سيمې څخه نژدې څلويښت تنه نیول شوي دي، چې پلټنې ترې روانې دي. پوليسو په لومړي سر کې ویلي ول چې د ګيس سلنډر چاودېدلی دی خو وروسته د خيبر پښتونخوا پوليس مشر ايډيشنل آی جي شفقت ملک وویل، دا یوه بمي چاودنه وه چې په کې پينځه کلو ګرامه چوونکي توکي استعمال شوې ول. د طالبانو ویاند رسنیو ته ويلي چې دوی په چاودنه کې لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG