د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کراچۍ بندر د افغان سوداګرو مالونه درول شوي




یو شمېر افغان سوداګر وايي،چې له تیرو څلویښت ورځو راهیسې پاکستاني چارواکو د افغان سوداګرو په زرګونو کانتینرې درولي دی او افغانستان ته د راتلو اجازه نه ورکوي.

د دوی په خبره دغې کار افغان سوداګرو ته ډيره لویه اقتصادي ضربه رسولې،ځکه له یوې خوايي توکي بند پاتې دي او ځينې د خرابیدو په حال کې دي بل لور پر دغو درول شویو کانتینرو د هرې ورځې لوړ ډیمریج يا د دریدو ټیکس اضافه کیږی.

((زه احمد شاه نومیږم،تقریبا دڅلویښت ورځو راهیسې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو مالونه بند پاتې دي،هغه مالونه د ژمي لپاره دي او د ژمی د ختمیدو په حال کې دی بل داسې مالونه بند دي،چې پر هغه په کم وخت کې کیفیت له لاسه ورکوي او بیا ترې استفاده هم نه کیږي.

زه دوست محمد یم،زه اوس له پاکستانه راغلم د پاکستان د کراچۍ په بندر کې په زرګونو کانټینرې ولاړې دي.
زه وحید احمدزی یمه د احمدزي هاشمي شرکت مسول،په پاکستان کې د تیرو څلویښتو ورځو راهیسې له درې زرو پورته کانتینرې درول شوي او ددې مالونو په دریدو په شپه او ورځ کې پر یوه کانتینر سل یو نیم سل ډالره ډيمریج یا د دریدو ټیکس راځي.)).

خو دا چې په دومره لویه کچه د سوداګرو مالونه ولې درول شوي او اساسي ستونزه څه ده.
په دې اړه یو شمېر سوداګر خپله افغان چارواکي ګرم ګڼي.

دوی وايي په تیرو وختو کې افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د اپټا تړون لاسلیک شوی و،چې په هغې کې افغان چارواکو منلې وه،چې هغه مالونه،چې افغانستان ته رسیږي د (T_1) ټي ون په نامه اسناد او د ثمرخیلو د پاټک سرټفکیټ د پاکستان ګمرک ته سپاري.

د سوداګرو په خبره داچې تر اوسه افغان چارواکو د تیرو مالونو اسناد د پاکستان ګمرک ته نه دي سپارلي نو ځکه يي د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو مالونه درولي.

((د پاکستان حکومت یوازینی لامل دا ښايي،چې افغان حکومت،چې کومې وعدې کړي او یا کوم تړون يي لاسلیک کړی پر هغې عمل نه کوي دوی وايي افغان حکومت باید د هغو مالونو اسناد،چې افغانستان ته رسیدلي د پاکستان ګمرک ته وسپاري.
تر اوسه پورې د افغان سوداګرو،چې څومره مالونه افغانستان ته راغلي دي،افغان چارواکو ددې مالونو هیڅ اسناد پاکستان ته نه دي ورکړي او ځکه خو يي په پاکستان کې مالونه بند کړي دي)).

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي که څه هم د سوداګرو د مالونو د دریدو ستونزه مني خو خپله ملامتیا نه مني.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل مشال راډیو ته ویلي،چې ځینې ستونزې راولاړې شوې وې،خو په خبره يي د افغانستان له یو شمېر اړوندو ادارو نه یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته تللی و او پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې،چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د سوداګرو مالونه راخوشې شي.
د کتوونکو په خبره،که چیرې وخت ناوخته د سوداګرو مالونه همداسې په پاکستان کې بند پاتې کیږی،نو دا کار به دافغانستان په اقتصاد ډیر منفي اغيز وکړي او بلخوا به په بازارونو کې د توکو بيې هم لوړې شي،چې ددې ستونزې ټول زور عامو خلکو ته رسیږی.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد



XS
SM
MD
LG